روسيه ولې نه غواړي چې اوکرايين د ناټو غړی شي؟

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین له پخوا دا روښانه کړې، چې د اوکرایین او روسیې خلک له تاریخي پلوه یو تر بله تړلي او سره یو دي.

خو د روسیې د نفوذ په ساحه کې یې د اوکرایین د ساتلو هیله، د اوکرایین د هغې هیلې له لورې ګواښل شوې چې غواړي د کاناډا او امریکا په ګډون د اروپايي هېوادونو له دفاعي ایتلاف ناټو سره یو ځای شي.

د سړې جګړې له پای راهېسې ډېرو هېوادونو د دغه ایتلاف د غړیتوب غوښتنه کړې چې ورسره دغه ایتلاف د ختیځ لور ته غځېدلی.

اوکرایین له ډېرې اوږدې مودې راهېسې غواړي چې له ناټو سره یو ځای شي خو اوس لوېدیځ په دې باور دی چې روسیه یې د مخنیوي لپاره آن جګړې ته هم چمتو ده.خو ولې او لاملونه یې څه دي؟