د پاکستان ملي امنیت شورا: د عمران حکومت نسکورېدو تر شا هېڅ بهرنۍ دسیسه نه وه

د عکس سرچینه، Gop
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په مشرتا به د دې هېواد ملي امنیت شورا له یوې غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې پلټنو ثابته کړه، چې د مخکیني حکومت پر ضد هیڅ بهرنۍ توطئه نه ده شوې.
د یادونې ده، چې مخکیني لومړي وزیر عمران خان د خپل حکومت پر ضد د یوې داسې بهرنۍ توطئې ادعا کوله، چې پر بنسټ یې د یوه بل هېواد په لمسون د اپوزېسیون ګوندونو اتحاد د ده پر ضد پارلمان کې د نه باور تحریک وړاندې کړ.
ښاغلي خان په دې لړ کې د امریکا متحدو ایالتونو ته څرګنده اشاره کوله او د یوه ترلاسه شوي لیک یادونه کوله چې په وینا یې د دې توطئې راز پکې افشا شوی دی.
بل لور د جمعې پر ورځ د پاکستان ملي امنیت شورا له غونډې وروسته په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي:
''د کومېټې په غونډه کې د هغه ټیلیګرام په هکله بحث وشو، چې په واشنګټن کې د پاکستان له سفارته استول شوی و. د واشنګټن لپاره د پاکستان پخواني سفیر (اسد مجید) د دې ټیلیګرام د محتوا او شالید په هکله غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل. ''
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، د غونډې ګډونوالو د دې ټیلیګرام پر جزیاتو له غور وروسته د همدې شورا ''مخکینۍ پرېکړې تایید کړې. ''
د اعلامیې له مخې د هېواد امنیتي ارګانونو کومېټې ته یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د هېڅ کومې بهرنۍ توطئې ثبوت نه دی موندل شوی.
په اعلامیه کې راغلي، ''د کومېټې غړي د ټیلیګرام پر متن له غور، د دې له شننې او د امنیتي ادارو د څېړنو په هکله له غور وروسته دې پایلې ته ورسېدل، چې هېڅ بهرنۍ توطئه نه ده شوې. ''
د یادونې ده چې د اپریل لومړیو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویندویانو د یوې خبري غونډې پر مهال د عمران خان دې ادعا اړوند پوښتنې ته ځواب کې ویلي و، پر امریکا لګېدلي تورونه رښتیا نه دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کاتي بیډنګفیلډ یوه خبرې غونډې ته د دې ادعاوو په هکله هغه مهال وویل: ''دا بیخي رښتیا نه دي. ''
د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه بل ویاند نیډ پرایس هم په دې هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و: ''موږ د پاکستان وضعیت څارو، د پاکستان قانوني بهیر ته درناوی کوو، خو پر امریکا لګېدلي تورونه رښتیا نه دي. ''
خو بل لور د پاکستان اطلاعاتو پخوانی وزیر فواد چودري اوس هم د عمران خان حکومت پر هغه ادعا ټینګار کوي، چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت پر ضد بهرنۍ توطئه شوې.
نوموړي تېره ورځ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ''له هرې نوې غونډې وروسته مسایل نور هم سختېږي، د امنیت شورا له نننۍ غونډې وروسته نوې پوښتنې راپورته شوې دي. د پاکستان خلک یې د جزیاتو غوښتنه کوي. د پاکستان قاضي القضات باید د وضعیت حساسیت ته په کتو سره یو باصلاحیته کمېسیون وګوماري، په ظاهره اوسنی حکومت د یوې سترې بهرنۍ توطئې پایله ده. ''










