د ملاريا نړیواله ورځ: واکسینونه له دغې ناروغۍ سره پر مبارزه څه اغېز لرلای شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د اپریل ۲۵ مه چې د غوايي میاشتې له ۵ نېټې سره برابره ده، د ملاريا نړيواله ورځ ټاکل شوې، د روغتیا نړیوالې ادارې له يادې ناروغۍ د پاکې نړۍ لپاره د عامه پوهاې هڅې پیل کړې دي.
سره له دې چې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا منل شوی د ملاریا ضد لومړني واکسین له دې مبارزې سره مرسته کوي، خو د اقلیم بدلون او د تودوخې زیاتوالی د دې لامل شوی چې ملاريا ناروغي نویو داسې سیمو ته خپره شي چې مخکې هلته نه وه.
وژونکی خپراوی:
ډاکټره ایزابل پلیچر چې په ویلکم ټرست خیریه ټولنه کې د عملي څېړنو لپاره د شمېرو راټولو تخنکي مسئوله ده وایې، "تودوخه د ملاریا ماشو ځواک او واک زیاتوي څو وکولای شي چې دغه وېروس ولېږدوي او د لا نورو خلکو پرې اخته کېدو لامل شي"
هغه خبرداری ورکوي، "د اقلیم بدلون دغو لېږدونکو ماشو ته ډېرې نورې خوندي سیمې په لاس ورکوي چې هلته دغه وېروس وروړي، دا چې نړۍ د لا تودېدو خواته روانه ده، نو اندېښنه شته چې ملاريا به هغو نورو لوړو سیمو چې دا مهال سړې دي ځان ورسوي."
د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو بین الحکومتي پنل یا (IPCC) کې حکومتونه باید د کاربن کمولو هغه تګلاره چې په ۲۰۲۰م کال کې پرې هوکړه شوې وه عملي هم کړې، خو بیا به هم نړۍ په دې پېړۍ کې نژدې دری عشاریه دوه سانتي ګراده توده شي.
د نړیوالو موخه دا ده چې د کاربن تولید یو عشاریه پنځه سانتي ګرادو ته راټیټه کړي څو د نړۍ د ډېرې تودېدو مخه ونیسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د تودوخې لوړوالي سره هم مهاله، څېړونکي خبرداری ورکوي چې باران، لمدبل او آن وچکالي به هم هغو سیمو ته د ملاریا د ورتګ لامل شي چې مخکې یې هلته بېلګې نه دي لیدل شوې.
ډاکټره پلیچر وايي: "څېړنو ښودلې چې په کارابین هېوادونو او برازیل کې چې هلته هېڅ وچکالي هم نشته، خلک به ډېرې اوبه زېرمه کړي، په دې سره به د ماشو لپاره خوندي مېشت ځایونه پیدا شي. نو ځکه د وچکالۍ په حالاتو کې به بیا د 'ډینګو تبې ' پېښې زیاتې شي".
وېره ده چې که د ډينګو تبې پيښې زیاتېږي نو ملاریا به هم ورسره زیاتېږي.
د اقلیم بدلون په ځينو سیمو کې ښایې د ملاریا خپراوي د کمېدو لامل هم شي، هغه سیمې چې له وړاندې حالات په کې بدل شوي، نو ځکه داکټره پلیچر فکر کوي چې د تودوخې زیاتوالي له اغېزو سم پوهاوی به د دې لامل شي چې له دې ناروغۍ سره دوامداره مبارزه وشي.
نوموړې وايي،"د راتلونکې لپاره د خطر کمولو پروژو د نوښت په مټ موږ کولای شو، له ګواښ سره مخ وګړي وپېژنو او پدې توګه خپل اهداف په منظم ډول په نښه کړو"
د ملاريا نښې نښانې څه دي؟
ملاریا یو جدي عفونت دی چې د ماشو په مټ خپرېږي او که یې په وخت درملنه ونه شي، د مړنې لامل هم کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د نري رنځ نښې په لاندې ډول یادې شوې دي:
د تودوخې لوړه درجه چې خولې او لړزه هم ورسره وي.
د سر درد او ګنګسیت
د ډېرې ستړیا او بې خوبۍ احساس، په ځانګړي ډول ماشومان کې.
د ناروغۍ سره د خېټې درد او اسهال
د اشتها کموالی
د عضلاتو دردونه
د جلد ژېړوالی او د سترګو د سپینو ژېړېدل
د ستوني درد، ټوخی او نفس تنګي
د واکسین اغېز:
دا چې اقلیمي بدلون له ملاریا سره مبارزه سخته او پېچلې کړې، له دې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې نوي پرمختګونه هم شته.
د روغتیا نړیوالې ادارې تازه اعلان کړی چې له یوه میلیون ډېر ماشومان په ګانا، کینیا او مالاوي کې یو یا ډېر ځله د ملاریا ضد د نړۍ لومړنی واکسین کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملاریا واکسین دا نوې بڼه لومړی د ۲۰۱۹م کال په اپرژل کې د مالاوي لخوا پرانستل شو، پایلې یې ښيي چې د RTS,S/AS01)) په نامه دغه واکسین خوندي دی او اسانه لېږدول کېږي، بل دا چې د ناروغۍ په کابو کولو کې د پام وړ اغېزمن ثابت شوی.
دغه پروګرام په لومړیو پړاوونو کې وو چې د روغتیا نړیوالې ادارې د افریقا د ځینو سیمو په ګډون په هغو ځایونو کې په پراخه کچه د عملي کولو لپاره تایید کړ چې ملاریا په کې په لوړه کچه د خپراوي په حال کې ده.
د ملاریا مخنیوي لپاره د روغتیا نړیوالې ادارې تګلاره څه ده؟
د روغتیا نړیوال سازمان له نري رنځ سره د مبارزې لپاره یوه تګلاره جوړه کړې.
په تګلاره کې لاندې ټکي شامل دي:
تر ۲۰۳۰م کال پورې د ملاریا پېښو ۹۰ سلنه راکمول.
تر ۲۰۳۰م کال پورې د ملاريا له امله د مړینو کچې ۹۰ سلنه راټیټول
تر ۲۰۳۰م کال پورې لږ تر لږه ۳۵ هېوادونه له ملاریا پاکول
او په ټولو هغو هېوادونو کې چې ملاریا په کې خپل سرې ده د بیا سر راپورته کولو مخینوی.
د دغه نړیوالې ادارې د تخمین له مخې واکسین به یوازې افریقا کې له څلور سوه تر اته سوه زرو ماشومانو ژوند وژغوري.
د ډبیلوـ اېچ ـ او د ملاریا واکسین د پلیتابه پروګرام مسئوله ډاکټره ماري حمیل وایې، "موږ د واکسین اغېز او خوندیتوب له دوو کلونو وروسته وکوت، هغه څه مو چې ولیدل دا وو چې واکسین ډېر خوندي او په ښه توګه منل شوی و."
دا وايي، "د واکسین د پلي کولو په دوو لومړیو کلونو کې د پام وړ اغېز درلود او په روغتونونو کې د شدیدې ملاریا پېښې یو پر درې کمې وې."
د ارټي اېس،اېس ( RTS,S ) ترڅنګ د ملاريا بل نوماند واکسین ار۲۱/ مټرېکس-اېم، (R21/Matrix-M ) دی چې د کلینکي پرمختګ په لومړیو پړاوونو کې دی.
د درملو د تولید لوي شرکت بايونټېک ( BioNTech) هم پلان لري چې د ملاریا واکسین ته انکشاف ورکړي او په دې برخه کې د اېم ار اېن اې (mRNA) له پرمختللې ټکنالوژۍ ګټه واخلي چې په لومړي ځل د کویډ ۱۹ واکسین د تولید په برخه کې کارول شوې وه.
خو پوښتنه داده چې دا واکسین څنګه کار کوي؟ ایا د ویش لپاره به بسنه وکړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ملاریا هغه پرازیټ دی چې د انسان د ویني په حجرو یرغل کوي او له منځه یې وړي څو نور ورته پرازیټونه تولید کړي او بیا د وینې زبېښونکو ماشو په وسیله ولېږدول شي.
لومړی ډول واکسین بیا په افریقا کې هغه ډېر پېژندل شوی او وژونکی پرازیټ په نښه کوي چې نوم یې هم پلازمودیم فالسپارم دی.
کله چې ناروغ کس د ماشې لخوا وچیچل شي، وېروس د وینې جریان ته داخلېږي او ځیګر مکروبي کوي، هلته بیا لویېږي، زیاتېږي او بیا د وینې جریان ته داخلېږي او سرې حجرې له منځه وړي، ورسره د هغه انسان په بدن کې د ناروغۍ نښې را ښکاره کېږي.
واکسین یې باید څلور ځله وشي څو اغېز وکړي، لومړني دری د یوې میاشتې په واټن، په پنځمه ، شپږمه او اوومه میاشت کې کېږي او وروستی هغه چې تقویتي دی بیا اتلس میاشتې وروسته کېږي.
روغتیا پوهان سپارښتنه کوي چې واکسین له یو شمېر تګلارو سره سم عملي شي څو د ډېر عفونت مخه ونیسي او په همغو لومړیو کې د ناروغۍ د لېږد کچه یې راټیټه شي.
د روغتیا نړیواله اداره تمه لري چې واکسین ته د خلکو د لوړې تقاضا له مخې به ښایې یوازې په افریقا کې د کال ۸۰ میلیونه ډوزه وویشل شي.
د واکسین لپاره لوړه تقاضا له ننګونو سره هم مهاله ده، ډاکټر حمیل یې په اړه وایې،"دا چې تولیدونکې کمپنۍ په چټکۍ کار کوي نو د واکسین ویش به له غوښتنې یا تقاضا لوړ شي."
دا مهال د جي اېس کې (GSK) په نامه یوازې یو شرکت دغه واکسین تولیدوي چې د داکټر حمیل په ټکو" پلان دی چې دغه شرکت به د کال پنځلس میلیونه ډوزه تولید نور هم زیات کړي."
نوموړی وايي،"موږ واقعا ژمنې عملي کوو، او سیاستوال باید ډاډمن شي چې پوره واکسین شته ترڅو هغو ماشومانو ته چې د ملاريا له ګواښ سره مخ دي رسېدنه وشي".










