تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا د شمالي افریقا ګاز د اروپا لپاره د روسیې ګاز بدیل کېدای شي؟
د اوکراين جګړې د روسيې پر انرژۍ سیکتور د اروپا تکیه کمه کړې ده. بلخوا د افریقا په شمال کې هغه هېوادونه لکه الجزایر او لیبیا چې د انرژۍ مناسبې زېرمې لري اروپا ته یې د روسیې د ګازو بدیل په توګه چانس لا لوړ شوی دی.
د ماهرینو په اند له اقتصادي پلوه اروپا ته د ګازو په وارداتو کې د شمالي افریقا د ګازو ونډې زیاتوالی ګټور دی.
که دا پلان پر مخ لاړ شي له یوه اړخه د دې سیمو نږدې والی او له بل اړخه د زیر بنا اوسنۍ نل لیکې ته په پام سره ښه ګتور دی. د ګټو ترڅنګ دا چاره کلکه سیاسي ننګونه او پوښتنې هم له ځان سره لري.
ایټالیا: لومړی وړاندیز ورکوونکی
د اروپایی هېوادونو په منځ کې ایټالیا په دا وروستیو کې ډېره فعاله شوې او ایټالیايي چارواکو د الجزایر او لیبیا انرژي ته ډېره لیوالیتا ښوولې ده.
دې هېواد خپله اړتیا وړ ۴۰ سلنه انرژي له روسیې واردوله. الجزایر له روسیې وروسته ایټالیا ته د طبیعي ګاز دویم لوی صادرونکی دی او لیبیا اوسمهال د ایټالیا د وارداتو یوازې ۲.۵ سلنه جوړوي.
د ایټالیا یوه وزیر تېره اونۍ خوښي وښوده چې کېدای شي په راتلونکو څو اونیو کې له دې دوو هېوادونو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
د ځینو راپورونو له مخې د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراګي د سفر په ترڅ کې کېدای شي له الجزایر سره د انرژۍ په تړاو خپل لومړی ګام دا اونۍ اعلان کړي.
له دې اعلان سره به د ایټالیا او الجزایرو د انرژۍ په سوداګرۍ کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راشي.
ایټالیا یوازینی هېواد نه دی چې په دې اړه یې وار له مخکې ګام اخیستی دی.
امریکايي چارواکو هم د خپلو سفرونو په لړ کې له الجزایر د انرژي په تولید کې د زیاتوالي غوښتنې کړې دي.
دې ته په کتو سره د افریقا له شماله د لوېدیځ دا غوښتنې او هیلې له لویو ننګونو سره مخامخ دي.
له روسیې سره نږدې اړیکې
له بل اړخه الجزایر لا هم له روسیې سره خپلې نږدې اړیکې په کلکه پالي.
د روسیې او الجزایرو ترمنځ د انرژي او صنعت سربېره د وسلو سوداګرۍ هم روانه ده روسیه د الجزایر د وسلو لویه سرچینه ده.
د دې دوو هېوادونو ترمنځ یوازې سوداګرۍ اړیکې ژورې نه دي، دوی نورې اړیکې هم سره لري.
د الجزایر اوسنی لوی درستیز چنګریها په ګډون د دې هېواد سرتېري په روسیه کې روزل شوي دي.
تېره اونۍ، د روسیې پوځي سرچینو اعلان وکړ چې د مراکش پولې ته نږدې د روان کال په نومبر کې به الجزایر او روسیه په ګډه د ترهګرۍ ضد تمرینات ترسره شي.
الجزایر د اوکرایین په شخړه کې له ښکېلتیا ډډه کړې او یوازینی عرب هېواد دی، چې تېره اوونۍ یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د روسیې د غړیتوب لېرې کولو پر ضد د سوریې ترڅنګ رایه ورکړه.
دمګړۍ راپورونه ښيي چې له اروپا سره د انرژۍ سوداګرۍ زیاتوالی به اړیکو ته زیان ونه رسوي، خو د الجزایر چارواکي دې ته اندېښمن دي چې د اروپايي هېوادونو هڅې کېدای شي د روسیې له دې اقتصادي وسلې څخه یوه یې ورته کمزورې کړي.
د الجزایر، مراکش او اسپانیا کړکیچ
د الجزایر او د هغې د لویدیځو ګاونډیانو مراکش او اسپانیا ترمنځ تاوتریخوالی بله د پام وړ موضوع ده.
الجزایر اوس مهال اروپایي بازار ته په عمده توګه له دوو لارو خپل ګاز استوي، اسپانیا ته د مډګاز نل لیکې له لارې او ایټالیا ته یې ته د ترانسمد نل لیکې له لارې استوي.
دریېمه نل لیکه د لوېدیځې اروپا (ایم اي جي) نل لکیه ده چې د مراکش له لارې اسپانیا ته رسېږي، خو دا د اکتوبر له میاشتې راهیسې فعاله نه ده.
بل ډیپلوماتیک کړکېچ تېره میاشت له مادرید سره د لویدیځې دښتې په سر را پورته شو او د الجزایر چارواکو ویلي و، چې کېدای شي دا د ګازو د تولید پر قرارداد اغېز وکړي.
لیبیا: اوسنۍ سیاسي بې ثباتي
په ورته مهال، اروپا ته د لیبیا د انرژۍ صادرات زیاتول له سیاسي، امنیتي او تخنیکي ننګونو سره مخ دي.
د لیبیا د انرژۍ سکتور د روانو سیاسي کړکیچونو له امله د پام وړ ګډوډۍ او ناڅرګندتیا سره مخ دی، د تېلو ملي شرکت (NOC) او د تېلو وزارت ترمنځ هم کړکیچونه روان دي.
د روانې اونۍ په پیل کې، سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړ چې د لیبیا ملي پوځ په طرابلس کې نفتي صادرات په لوی لاس ځنډولي دي، خو د پوځ موقت مشر احمد مصري په لوی لاس د تېلو د صادراتو ځنډول رد کړل.
د لیبیا پوځ او ورسره تړلو سیاسي بنسټونو په تکراري ډول د طرابلس مرکزي بانک چې د هېواد د تېلو عاید ترلاسه کوي، د شتمنیو په غیر عادلانه ویش تورن کړی.
روسیه په لیبیا کې یوه مهمه لوبغاړې ده او وروستیو کلونو کې یې د لیبیا د ملي اردو ملاتړ وکړ.
له دې امله د لیبیا او اروپا ترمنځ د انرژۍ پر سر نږدې اړیکې کېدای شي د روسیې او د سیمې نورو هېوادونو د خوښې وړ و نه ګرځي.