عمران خان: سملاسي ټولټاکنې غواړو؛ خلک دې خپل مشر وټاکي

د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران له بېواکه کېدو دوه ورځې وروسته په هېواد کې د سملاسي ټولټاکنو غوښتنه کړې او دا يې له روان سیاسي‌ بحرانه د وتلو لپاره يوازينۍ لار بللې ده.

ښاغلی خان دوه ورځې وړاندې وروسته له هغه بېواکه شو چې اپوزیسیون ګوندونو یې په قامي اسمبلۍ کې پر ضد د 'نه باور رایه' ورکړه.

له هغه راهیسې د پاکستان مسلم لیګ ګوند غړی شهباز شریف نوی لومړی وزیر ټاکل شوی او د دوشنبې پر ورځ یې د خپلې دندې لوړه وکړه.

خو پخواني لومړي وزیر عمران خان دوشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، "خلکو ته باید فرصت ورکړل شي چې پرېکړه وکړي او د ازادو او عادلانه ټاکنو له لارې خپل مشر وټاکي".

نوموړي همدا راز د راتلونکې چارشنبې پر ورځ پېښور کې د جلسې اعلان کړی او خپلو پلویانو ته یې پکې د ګډون بلنه ورکړې ده. له واکه تر لېرې کېدو وروسته به دا د ښاغلي خان لومړنۍ سیاسي جلسه وي.‌

یاده دې وي چې د دوشنبې پر ورځ د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د نوي لومړي وزیر ټاکلو لپاره رایه اچونه ترسره شوه.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند غړو له رایې اچونې وړاندې له پارلمانه ډله ییزه استعفا وکړه او د لومړي وزارت لپاره د دې ګوند نوماند شاه محمود قریشي هم له خپلې نوماندۍ لاس پر سر شو.

خو د رایې اچونې بهیر بیا هم ترسره شو او محمد ميا شهباز شریف د ۱۷۴ رايو په تر لاسه کولو سره د لومړي وزير په توګه وټاکل شو.

د یادونې ده چې په تېرو دوه ورځو کې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د عمران خان د پلويانو له خوا مظاهرې او احتجاجونه روان دي.

عمران خان یو ځل بیا تور لګولی دی چې د یوې بهرنۍ دسیسې په پایله کې له واکه لېرې کړل شوی دی او ټینګار یې کړی چې هېڅکله به هم له بهره تپل شوی حکومت ونه مني.

نوموړي پر امریکا تور لګولی چې د ده په بېواکه کولو کې یې لاس درلود، خو د امریکا حکومت دا ادعاوې رد کړې دي.