تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
محمد شهباز شريف د پاکستان لومړي وزير په توګه لوړه وکړه
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې له رايي اچولو وروسته د مسلم ليګ نواز ګوند ميا محمد شهباز شريف د ۱۷۴ رايو په ګټلو سره د دغه هېواد د لومړي وزير په توګه وټاکل شو.
د لومړي وزير شهباز شريف د لوړې مراسم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شول چې د مسلم ليګ ن ګوند مرستیاله مريم نواز، د ګوند نور مشران، د پيپل ګوند بلاول بوټو، محمد يوسف رضا ګيلاني او نورو سياسي مشرانو ګډون درلود.
د پاکستان ولسمشر محمد عارف علوي د ناروغۍ له امله د لومړي وزير د لوړې په مراسمو کې ګډون نه درلود پر ځای د سنا مجلس رئيس محمد صادق سنجراني د لوړې مراسم ترسره کړل.
د پاکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، "ولسمشر ډاکټر عارف علوي له تکلیف شکایت کړی. ډاکټر لخوا په جدي ډول معاینه شوی او د څو ورځو لپاره د ارام کولو سپارښتنه ورته شوې ده".
د پاکستان نوی لومړی وزير میا محمد شهباز شریف د پاکستان له یوې خورا بانفوذه سیاسي کورنۍ سره تړاو لري. د نوموړي مشر ورور میا محمد نواز شریف درې ځله د پاکستان لومړی وزیر و، چې وروستی ځل یې له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۷ کال پورې حکومت وکړ.
شهباز شریف د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مشري هم کوي، چې د پاکستان له مهمو سیاسي ګوندونو یو دی.
ښاغلی شريف وروسته له هغه لومړی وزير ټاکل کېږي چې د قامي اسمبلۍ غړو پخوانی لومړی وزير عمران خان له واکه لېرې کړ.
د پاکستان نوي ټاکل شوي لومړي وزير په خپله وينا کې د عمران خان هغه ادعا ته په اشارې سره چې ويل يې په ګوښه کولو کې يې بهرنۍ ګړۍ او قدرتونه لاس لري وويل، که دا ثابته شي دی به له واکه لاس په سر شي.
ښاغلي شريف زياته کړه چې د پيپل ګوند له مشرانو اصف علي زرداري او بلاول بوټو سره يې څه موده مخکې ليدلي او د نه باور رایې ورکولو پرېکړه ډېره مخکې شوې وه.
د نوموړي په وینا له ډېرو هلو ځلو وروسته پرېکړه وشوه چې د "تاريخ نالايقه" حکومت ته به د نه باور رايه ورکوي چې دا پرېکړه د مارچ له اتمې وروسته بشپړه شوه.
شهباز شريف وويل د پارلمان هر غړی حق لري چې په حقيقت پوه شي او دا حقيقت بايد په ډاګه شي.
هغه له امريکا سره د اړيکو د بيا پيل او له چين سره د همکارۍ د دوام يادونه هم وکړه.
نوموړي وويل، د هېواد په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې د بې باورۍ تحریک کامیابېږي، ''حق بریالی او باطل ناکام شو..''
ښاغلي شريف زیاته کړه، دا د ټولو پاکستانیانو لپاره یوه ډېره مهمه ورځ ده، ځکه په وینا یې د هېواد پارلمان ''یو ګومارل شوی لومړی وزیر کور ته واستاوه.''
نوموړي د خپل هېواد له سترې محکمې مننه وکړه، چې د ده په وینا له اساسي قانونه د سرغړونې مخه يې ونیوله.''
د تحريک انصاف ګوند چې له دغه بهيره سره يې شلون يا بايکاټ کړی و، نوماند يې شاه محمود قريشي يوه رايه هم نه ده ګټلې.
د تحريک انصاف ګوند ټول غړي له پارلمان وتلي وو.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د عمران خان د لېرې کولو په اعتراض کې مظاهرې وشوې.
بل لور د پاکستان فدرالي تحقیقاتي ادارې (ایف ای اې) د مخکیني لومړي وزیر عمران خان یو شمېر مهمو سلاکارانو نومونه په هغه لیست کې شامل کړي، چې له هېواده د وتلو اجازه نه لري. دې کې د شهبازګل، شهزاد اکبر، سکرتر اعظم خان او ډاکتر رضوان نومونه شامل دي.