تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې نن نوی لومړی وزیر ټاکل کېږي؛ د عمران خان سکرتر ممنوع الخروج اعلان شوی
د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان پر ضد د دې هېواد پارلمان کې د بې باورۍ تحریک له کامیابېدو وروسته نن دوشنبه د پاکستان لپاره نوی لومړی وزیر ټاکل کېږي.
اپوزېسیون ګوندونو د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند یو مشر میا محمد شهباز شریف او د عمران خان پاکستان تحریک انصاف ګوند د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي د لومړي وزارت مقام لپاره نومولي دي.
د پاکستان قامي اسمبلۍ یا جرګه به له ځايي وخت سره سم ماسپښین دوې بجې د درېویشتم لومړي وزیر ټاکلو لپاره غونډه پیل کړي.
بل لور د پاکستان فدرالي تحقیقاتي ادارې (ایف ای اې) د مخکیني لومړي وزیر عمران خان یو شمېر مهمو سلاکارانو نومونه په هغه لیست کې شامل کړي، چې له هېواده د وتلو اجازه نه لري. دې کې د شهبازګل، شهزاد اکبر، سکرتر اعظم خان او ډاکتر رضوان نومونه شامل دي.
د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مرستیال عمومي منشي عطاالله تارړ په یوه ټویټر پیغام کې په دې دې هکله وايي: ''اوس دا کسان نه شي کولای له هېواده بهر ته وتښتي، له وخته مې دا خبره کوله چې د غچ اخیستنې، دروغ او فریب انجام ښه نه وي. ''
د عمران خان د پلویانو مظاهرې
د پاکستان قامي اسمبلۍ له خوا د پخواني لومړي وزير عمران خان پر ضد نه باور له رايو ورکولو او د هغه له واکه لېرې کېدو وروسته د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د نوموړي د پلويانو له خوا مظاهرې او احتجاجونه شوي دي.
عمران خان وړاندې په خپله وينا کې له خلکو غوښتي وو چې د اپرېل پر لسمه د ماښام له لمانځه وروسته په خپلو ښارونو کې لاريونونه وکړي.
د خيبر پښتونخوا په پېښور کې هم يو شمېر خلک د احتجاج په پار د پرېس کلب مخې ته راټول شوي وو.
مخکیني لومړي وزیر عمران خان په یوه ټویټر پیغام کې د احتجاجونو له ویډیو سره لیکلي: ''ما د هېواد په تاریخ کې دومره ډېر خلک نه وو لیدلي، چې د غلو وارد شوي حکومت ردولو لپاره له خپل بهر ته راوتلي وي. ''
د پاکستان قامي اسمبلۍ غړو تېره شپه له اوږد او لانجمن پړاو وروسته عمران خان بېواکه کړ.
د دې جرګې له ۳۴۲ وکیلانو څخه ۱۷۴ تنو د هغه خلاف د "نه باور رایه" وکاروله.
له عمران خان د واک اخیستلو لپاره رایې اچونې ته تر هغې وروسته لار هواره شوه چې د قامي اسمبلۍ مشر اسد قیصر استعفاء وکړه.
د هغه تر استعفاء وروسته د مسلم لیګ (ن) ګوند غړي ایاز صادق د اسمبلۍ مشري په غاړه واخیسته.
عمران خان د پاکستان ۲۲ م لومړی وزیر و. هغه درې کاله او ۸ میاشتې حکومت وکړ.
د کرېکټ دغه پخواني لوبغاړي په ۱۹۹۶ کال کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټ کېښود، د ۲۰۱۳ کال تر ټاکنو وروسته یې خیبرپښتونخوا کې خپل ایالتي حکومت جوړ کړ او د ۲۰۱۸ کال ټولټاکنو کې یې بیا د مرکزي حکومت واګي ترلاسه کړل.
هغه که څه هم د لومړي وزارت څوکۍ ته د قامي اسمبلۍ د باور په رایه رسېدلی و، خو دا د پاکستان تاریخ کې لومړی ځل شو قامي اسمبلۍ کې د يوه لومړي وزير پر ضد د "نه باور رايې" بهیر بريالی کېږي.