د پاکستاني پوځ پر ضد شعارونه؛ ایا د عمران خان د پلویانو غوسه پر ځای ده؟

خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په وروستیو میاشتو کې د عمران خان او پاکستاني پوځ اړیکې ترینګلې شوې وې
    • Author, حمید شجاع
    • دنده, بي بي سي، لندن

تېره یوه اوونۍ د پاکستان د پارلماني سیاست په تاریخ کې د ګڼو لاملونو لپاره مهمه وه. د پاکستان په تاریخ کې په لومړي ځل یو واکمن لومړي وزیر پر ضد قامي اسمبلۍ کې د 'نه باور رایې' تحریک بریالی شو او عمران له واکه لېرې کړل شو.

خو په دې سیاسي لوبه کې د 'غیر سیاسي کړیو' د رول په اړه هم بحثونه یو ځل بیا تاوده شول.

له تېرو دریو کلونو په موده کې پر عمران خان د اپوزیسیونو ګوندونو او مخالفو سیاستوالو یوه لویه نیوکه دا وه چې ګواکی دی (عمران خان) د پاکستاني پوځ په مرسته واک ته رسېدلی دی.

خو ډېرو لږو کسانو به دا ګومان کاوه چې د واک په وروستیو ورځو کې به د نوموړي اړیکې تر دې بریده ترینګلې شي، چې ځینې یې اوس له واکه لېرې کولو کې هم د پوځ د رول یادونه کوي.

جالب بدلون دا دی چې دا تورونه د بل چا لخوا نه، بلکې پخپله د عمران خان د پلویانو لخوا لګول کېږي.

له واکه تر لېرې کېدو وروسته عمران خان پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې د یکشنبې (اپرېل لسمې) ماسخوتن لارو کوڅو ته راووځي او سوله ییز احتجاج وکړي.

همداسې وشول او د پاکستان او ځینو نورو هېوادونو ګڼو ښارونو کې د نوموړي زرګونه پلویان راووتل او احتجاج یې وکړ.

خو دې احتجاجونو کې تر ټولو د پام وړ شعارونه هغه وو چې د تحریک انصاف ګوند پلویانو د پاکستاني پوځ او د دې ادارې د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه پر ضد ورکول.

ګڼو احتجاج کوونکو د رسنیو د کامرو مخې ته په ښکاره تور لګاوه چې د پاکستان پوځ د بهرنیو کړیو په غوښتنه له عمران خان سره ناځواني کړې او له واکه یې لېرې کړی.

دوی پر لویو کاغذونو پاکستاني پوځ ته د پېغور په توګه لیکلي وو: "باجوه دې شرم وکړي".

لنډمهالې غوسه که د سیاسي دریځ بدلون؟

خان

د عکس سرچینه، Imran Khan Facebook

د عکس تشریح، یکشنبه ماسخوتن ګڼو ښارونو کې د عمران خان پلویانو احتجاجونه وکړل

ځینې شنونکي په دې باور دي چې د تحریک انصاف ګوند پلویان د روانو حالاتو له کبله غوسه او نهیلي شوي، او د احساساتو له کبله یې د پاکستاني پوځ پر ضد غږ پورته کړی.

خو پوښتنه دا ده چې په دې ټوله قضیه کې د پاکستان پوځ د رول خبره له کومه راپیل شوه، او چا د عامو خلکو پام دې موضوع ته ور واړولو.

که لږ شاته لاړ شو نو له تېرو څو میاشتو راهیسې د پاکستاني پوځ او د پخواني لومړي وزیر عمران خان ترمنځ اړیکې سړې شوې وې.

لومړی ټکر هغه مهال راغی چې د پاکستان پوځ جنرال ندیم انجم د خپلې استخباراتي ادراې (ای اېس ای) لپاره نوی مشر وګومارلو.

خو عمران خان د نوموړي ټاکنه منظوره نه کړه او پر ځای یې غوښتل چې جنرال فیض حمید پر دې دنده پاتې شي.

دا لانجه اوږده شوه او د پاکستان حکومت د نوي مشر د ټاکنې رسمي اعلان ونکړ، خو جنرال انجم خپله دنده پیل کړه او جنرال فيض حمید د پېښور د قول اردو مشر (کور کومانډر) وګومارل شو.

دویم او د ډېرو په باور د برخلیک ټاکونکی ټکر هغه مهال راغی چې عمران خان تېره مارچ میاشت کې مسکو ته په رسمي سفر ولاړ.

نوموړی پر هماغه ورځ له ولسمشر ولادمیر پوتین سره په کرملېن کې د رسنیو پر وړاندې راڅرګند شو چې روسیې پر اوکرایین مخامخ یرغل پیل کړ.

پر داسې یوه ورځ چې د امریکا او ناټو په ګډون د ډېرو هېوادونو مشرانو او حکومتونو پر ولادمیر پوتین نیوکې کولې، په کرملېن کې د عمران خان راڅرګندېدل او د روسیې ستاینه عادي خبره نه وه.

یاده دې وي چې د ولسمشر جو بایډن په مشرۍ د امریکا اوسني حکومت وار د مخه له عمران خان سره ښې اړیکې نه درلودې او تر آخره یې نوموړي ته واشنګټن ته د سفر بلنه نه وه ورکړې.

خو مسکو ته د عمران خان سفر د ډېرو په باور واشنګټن کې ناست چارواکي نور هم نهیلي او ګیلمن کړل.

تېره اوونۍ د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه اسلام اباد کې یوې امنیتي ناستې ته وویل، امریکا د پاکستان ستراتیژیکه ملګرې ده او تل یې ښې اړیکې ورسره پاللې دي.

نوموړې په همدې ناسته کې پر اوکرایین د روسیې برید هم وغندلو او په ښکاره یې د پاکستاني پوځ دریځ څرګند کړ.

عمران خان او ولادمير پوتين

د عکس سرچینه، IMRAN KHAN FB

د عکس تشریح، عمران خان پر اوکرایین د روسیې د یرغل پر ورځ کرملېن کې له ولسمشر پوتین سره وکتل

له هغې وینا وروسته جوته شوه چې د امریکا او روسیې په نړیواله سیاسي لوبه کې د عمران خان او د پاکستاني پوځ دریځ جلا او یو بل سره په ټکر کې دی.

ډېری شنونکي وایي، عمران خان د واک په وروستیو ورځو کې غوښتل چې د پاکستان د بهرني سیاست واګي له پوځ واخلي او په خپله خوښه بهرنۍ پالیسي جوړه کړي.

داسې ناتائید شوي رپوټونه هم خپاره شول چې ګواکې نوموړي د واک په وروستیو ساعتونو کې هڅه وکړه چې د پوځ مشر جنرال باجوه له دندې ګوښه کړي، خو بریالی نشو.

حقیقت که هر څه وي، پوښتنه دا ده چې عمران خان او د پاکستاني پوځ ترمنځ رامنځته شوی درز به ورغېږي یا نه.

هېره دې نه وي چې همدا څو میاشتې وړاندې د عمران خان کابینه کې د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید یوې خبري ناستې ته ویلي وو، هر څوک چې د پاکستاني پوځ پر ضد شعار ورکړي یا کنځل ورته وکړي، محکمې ته به راکاږل کېږي.

په وروستیو کلونو کې د پاکستاني پوځ پر ضد تر ټولو سخته ژبه د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو او مشرانو کاروله.

خو د عمران خان د تحریک انصاف ګوند پلویانو به د غورځنګ مشران "غداران او د بهرنیو هېوادونو لاسپوڅي بلل"، او د پاکستاني پوځ ننګه یې کوله.

خو د یکشنبې پر ورځ د غورځنګ ځینې مشهور شعارونه چې پوځ ضد یې کارول، د عمران خان د پلویانو په خوله وو.