زيلينسکي: اوکرایین چمتو دی چې د ناپېیلتوب دریځ خپلولو په اړه بحث وکړي

د عکس سرچینه، BBC Sport
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلينسکي ويلي د روسیې سره د سولې هوکړې د يوې برخې په توګه اوکرايين چمتو دی چې د بې پرېتوب دريځ خپلولو په اړه خبرې وکړي خو ټينګار يې وکړ چې دا بايد د درېيمې ډلې له خوا تضمين شي. د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين يوه غوښتنه دا وه چې اوکرايين دې له ناټو سره د يو ځای کېدو اراده پرېږدي.
ښاغلي زيلينسکي چې له روسۍ رسنۍ سره خبرې کولې وويل، "امنيتي تضمين، ناپېلتوب او غیر اتومي دريځ غوره کول مهم ټکي دي او موږ چمتو يوو چې د دې پر لور ګام پورته کړو".
د اوکرايين ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د اوکرایین دفاع وزارت اعلان کړی چې د روسیې د پوځ جنرال یاکوف رزانتسف د اوکرایین سویل کې خرسون ښار ته نژدې وژل شوی دی.
له دې وړاندې هم د اوکرایین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز اعلان کړی و چې چرنوبل ښار کې یې یو بل جګپوړی روسی قومندان وژلی دی.
اوکرایین وايي، د روسیې د اته کسیز پوځ قوماندان جنرال اندري موردوویچ وژل شوی دی.
د جنرال یاکوف رزانتسف په ګډون دا اووم روسي جنرال دی چې اوکرایین کې یې د وژل کېدو خبرونه خپرېږي.
ډېرو لپاره پوښتنه دا ده چې د روسیې لوړپوړي قوماندانان څنګه د جګړې لومړۍ کرښې ته دومره نژدې وي چې دومره ژر وژل کېږي.
د پوځي شنونکو د اټکل له مخې شل روسي جنرالان په اوکرایین کې د عملیاتو مشري کوي. په دې توګه که د جګپوړو روسي قوماندانانو د وژل کېدو ټول راپورونه رښتیا وي، د دوی شاوخوا څلورمه برخه په اوکرایین کې وژل شوي دي.
د جګړې ډګر ته د دغو جګپوړو قوماندانانو نژدیوالی د دې لامل شوی چې یو شمېر لوېدیځ شنونکې دې پایلې ته ورسېږي چې دوی غوښتل په هغو عملیاتو کې اغېزمن رول ولوبوي چې عملیات یې پکې ناکام شوي دي.
د بي بي سي خبریال بن توبیاس وايي" د دومره درنو تلفاتو په پایله کې ځینې کارپوهان په دې باور دي چې دا مناسبه نه ده چې وویل شي دا جنرالان په ناسم وخت کې په ناسم ځای کې وو ځکه ښايي اوکرایین په ځانګړي ډول د روسیې لوړ پوړي پوځي قوماندانان په نښه کړي"
له جورج ټاون پوهنتون څخه ریتا کونایف ویلي" ګومان نه کوم چې دا دې ناڅاپي وي. یو به ناڅاپي وي خو کله چې ډېر شي نو بیا نښه او هدف دی"
ولودمیز زیلینسکي ته یوې نژدې سرچینې وال سټریټ ژورنال کې د خبرو پر مهال منلې چې اوکرایین د روسیې قوماندانانو ته د پوځي استخباراتو یوه ځانګړې ډله ګومارلې چې د جنرالانو، پیلوټانو او توپچي قوماندانان په نښه کړي.
د دغو قوماندانانو د موندلو یوه ممکنه لار د روسیې د پوځ بې باوره ارتباطي چینلونه دي.
پوځي شنونکي کونراډ موزکایا بي بي سي ته وویل" که روسي ځواکونه د لوړ پوړو افسرانو سره د خبرو اترو لپاره تلیفونونه یا انالاګ راډیوګانې وکاروي دا په دې مانا ده چې د اوکرایین لپاره هر څه چمتو دي"
د روسي جنرالانو د وژل کېدو په تړاو جزیات نشته او د حقیقت مالومول یې ګران کار دی.
اوکرایین جګړه؛ زورور چاودنو لوېدیځ ښار لفیف لړزولی

د عکس سرچینه، Reuters
د اوکرایین لوېدیځ لفیف ښار کې چارواکي وايي، څو چادونې شوې دي. د سیمې والي ماکسیم کوزیڅکي وايي، د روسي ځواکونو توغندیز بریدونو کې پنځه کسان ژوبل شوي، یوې کارخانې او تېلو زېرمې ته زیان اوښتی دی.
لفیف کې له دې مخکې د اوکرایین نورو ښارونو پرتله ډېر توغندیز او راکټي بریدونه نه وو شوي.
د یادونې ده، چې دا سیمه د هېواد نورو سیمو ته له جګړې د تښتېدونکو اوکرایینیان لپاره د تم کېدو یو مرکز هم دی.
د لفیف ښاروال اندرې سادوفیې رویټرز خبري اژانس ته د تازه چاودنو په هکله ویلي، ''دا د امریکا ولسمشر جو بایډن لپاره چې پولنډ کې دی، د یرغلګرو له لوري د هرکلي پیغام دی. ''
بل لور د سلاویوتیڅ په نامه ښارګوټي په هکله د سیمې والي وايي، روسي ځواکونو نیولی دی.
د یادونې ده، چې دې سیمه کې د چیرنوبل اتومي بټۍ ډېری کارکوونکي ژوند کوي.
ځايي اوسېدونکو د احتجاج په توګه اوکراییني بیرغونه رپول او ملي سندرې یې ویلې.
د اوکرایین پارلمان ادعا کړې چې په خارکایېف ښار کې روسي ځواکونو پر یوه اتومي څېړنیز مرکز برید کړی.
د پارلمان مسوولینو په وینا پر یاد ښار د روسي ځواکونو پرلپسې بمباریو له کبله دوی نه دي توانېدلي دې مرکز ته د اوښتي زیان ارزونه وکړي.
بل لور د اوکرایین دفاع وزارت چارواکي ادعا کوي، چې سویلي ښار خیرسون ته نژدې د روسي ځواکونو یو بل جنرال یاکوف ریزانتڅیف په جګړه کې وژل شوی دی.
داسې مهال چې پر لفیف او د اوکرایین پر نورو ښارونو بمونه غورځېدل، د امریکا ولسمشر جو بایډن خپل روسی سیال ولادیمر پوتین 'قصاب ' ته ورته وباله.
نوموړي دا څرګندونې پولنډ کې له هغو کډوالو خیریه کارکوونکو سره لیدنه کې وکړې، چې پولنډ ته له کډوال شویو نورو اوکرایینیانو سره د مرستې چارې تر سره کوي.
د یادونې ده، چې پولنډ کې اوس د اوکراییني کډوالو شمېر له دوو میلیونو ډېر شوی دی.









