پاکستاني پولیسو هغه سړی نیولی چې خپله نوې زېږېدلې ماشومه یې په ډزو وژلې وه

د عکس سرچینه، District Police, Mianwali
د پاکستان میانوالي کې پولیسو هغه سړی نیولی، چې خپله نوې زېږېدلې ماشومه یې په ډزو وژلې وه.
پنجاب پولیسو په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د پولیسو ایالتي مشر ځايي پولیسو ته امر کړی، چې پېښه پخپله وڅېړي او تورن کس محکمې ته وړاندې کړي.
د یادونې ده، ۲۲ کلن تورن سړي څلور ورځې مخکې خپله نوې زېږېدلې ماشومه داسې حال کې په ډزو وویشته، چې خپلوان یې کور ته د مبارکۍ لپاره ورغلي وو.
د پېښې عیني شاهدان وايي، تورن سړی د لور زېږېدو له کبله ناخوښ و.
د میانوالي ضلعې داود خېلو سیمې له دې پېښې وروسته تورن سړی تښتېدلی و او اوس پولیسو وايي، له څلور ورځې لټون وروسته یې په بهکر سیمه کې نیولی دی.
د پېښې یوه عیني شاهد هدایت الله بي بي سي ته ویلي و، د ده مخکې ۲۲ کلن تورن کس شاه زېب د خپلې مېرمنې له غېږې ماشومه واخیسته، پر ځمکه یې وویشته او ډزې یې پرې وکړې.
هدایت الله چې د وژل شوې ماشومې د مور تره دی وايي، د پېښې پر ورځ د ورېرې لیدو ته ورغلی و.
نوموړی وايي، ورېره یې له هغې پېښې وروسته په سد نه ده، د خوب ګولۍ ورکول کېږي، په هوښ راشي او بیا بې هوښه شي.
نوموړی وايي، دوی د داود خېل سیمې اوسېدونکي دي او ورېره یې مشعل څه کم دوه کاله مخکې په میانوالي ښار کې شاه زېب ته واده کړې وه.
د مشعل ورور کلیم الله بي بي سي ته ویلي و، اوښی یې شاه زېب ترورزی هم دی او له دې مخکې یې د خپلې خور او اوښي تر منځ د شخړې په هکله نه دي اورېدلي.

د عکس سرچینه، District Police, Mianwali
هدایت الله وايي، له نورو خپلوانو سره یو ځای د شاه زېب کره تللی و، په خونه کې ناست و، چې هغه کور ته راغی او جنجال یې پیل کړ.
نوموړی وايي، شاه زېب د ده مخکې خونې ته ورغی، له موره یې ماشومه واخیسته، پر ځمکه یې وویشته او پنځه ډزې یې پرې وکړې.
د پولیسو رپوټ کې ویل شوي، هدایت الله د شاه زېب نیولو هڅه کړې، خو نوموړي په وسله ګواښلی او د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.
له بي بي سي سره خبرو کې هدایت الله وویل، شاه زېب د زوی زېږېدو تمه کوله او د لور زېږېدو له کبله قهرېدلی و، خو په وینا یې دوی داسې تمه نه کوله چې نوموړی به د ماشومې وژلو هڅه کوي.









