اوکرايين کړکېچ: نړيوالو د پوتين له خوا هستوي ځانګړي ځواک ته د تيارسي امر غندلی دی

د وروستيو راپورونو له مخې د اوکرایین پر بېلا بېلو سیمو د روسیې د پوځ لخوا بریدونه دوام لري چې ګڼ شمېر خلک يې له دې هېواده وتلو ته اړ کړي دي.

د امريکا او بريتانيا په ګډون ځينو هېوادونو د روسیې د ولسمشر ولادمير پوتين هغه امر غندلی چې پوځي قومندانانو ته يې د خپل هېواد هستوي ځانګړي ځواک ته د تيارسئ په حالت کې د ساتلو سپارښتنه کړې وه.

نوموړي دغه څرګندونې په کرملین کې په هغه غونډه کې کړې وې چې د دفاع وزیر او د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندان په ګډون جوړه شوې وه.

خو واشنګټن وايي د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین دا پرېکړه چې د هستوي وسلو اړوندو ځواکونو ته یې د تیارسۍ امر کړی، حالات خطرناک کولای شي.

د بريتانيا لومړي وزير بورېس جانسن ويلي، د پوتین دغه څرګندونې په اوکرايين کې له اصلي واقعيت څخه د خلکو منحرف کول دي.

نوموړي د اوکراينیانو د مقاومت ستاينه وکړه او دا يې له هغه زيات وباله کوم چې کرملين يې توقع درلوده.

په همدې حال کې د روسیې او اوکرایین لخوا پلاوي د جګړې د پای ته رسولو په موخه خبرو لپاره د اوکرایین او بلاروس پر پوله د یوځای کېدو په حال کې دي.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وايي د بېلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره خبرو کې یې منلې، چې له روسانو سره به له شرطونو پرته خبرې کوي.

وړاندې ښاغلي زېلېنکسي په بېلاروس کې له روسي پلاوي سره د خبرو کول رد کړي وو او ټینګار یې کاوه چې په یوه ناپیېلي هېواد کې خبرو ته چمتو دی.

ښاغلي زېلېنسکي په یوه ویډیو کې ویلي که څه هم له روسانو سره پر خبرو چندانې باور نه لري خو د خپلو هېوادوالو لپاره چې فکر ونه کړي چې د ولسمشر په توګه یې د جګړې د دردولو هڅه ونکړه خبرو ته حاظر شوی دی.

نوموړي ويلي، "زه ټینګار کوم چې دا غونډه به له کوم شرط پرته ترسره کېږي. که ریښتیا وایم د تل په څېر د دې خبرو پر پایلو چندانې باور نه لرم، خو خير پرېږدئ چې خپله هڅه وکړ ترڅو د اوکرایین هېڅ وګړی په دې شک کې نه وي چې زه ولسمشر وم او ما هڅه ونه کړه چې جګړه ودروم. که څه هم کوچنی دی خو اوس هم یو چانس شته".

د جګړې د پای ته رسولو په موخه دا خبرې په داسې مهال ترسره کېږي چې د جګړې ډګر له تېرو څلورو ورځو راهیسې تود دی.

اوکراییني چارواکي وايي روسي پوځیانو له ګاونډي بېلاروسه بالستیک توغندي توغولي دي.

په ورته وخت کې روسي چارواکو په لومړي ځل منلې چې له تېرې پنجشنبې راهیسې په جګړه کې د دوی یو شمېر پوځیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په مسکو کې د دفاع وزارت ویاند ایګور کووناشینکوف د روسي پوځیانو کره شمېر یاد نه کړو خو ویې ویل مرګ ژوبله وراوښتې ده.

د ورځې په پای کې چې کله جګړه یو څه کراره شوه ګڼ شمېر اوکراینیانو هغو خوندي سیمو ته پناه یوړه چې وار دمخه د خلکو ګڼه ګوڼه په کې ډېره ده.

بل پلو په روسیه کې د څارنې یو خپلواک سازمان وايي روسي پولیسو ۲۰۰۰ هغه کسان نیولي چې د جګړې پرضد یې لاریونونه کول. نوموړی سازمان وايي د کړکېچ له پیل راهیسې تراوسه څه باندې پنځه زره کسان د جګړې په اعتراض مظاهرو پرمهال د روسي پولیسو لخوا نیول شوي دي.

دغه راز په بېلاروس کې هم سلګونو کسانو د دفاع وزارت شاخوا ته مظاهره وکړه او شعارونه یې ورکول چې اوکرایین دې بریالی وي، بلاروس کې مخالف ګوند وايي لږ ترلږه سل تنه مظاهره چیان نیول شوي دي.