تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیې فېسبوک ته لاسرسی محدود کړی دی
روسیې فېسبوک ته لاسری وروسته له هغه محدود کړ چې د فېسبوک ادارې د ګڼو هغو مسکو پلوه حسابونو پر ضد اقدام وکړ چې پر اوکرایین یې د یرغل په اړه خبرونه خپرول.
روسیي چارواکو فېسبوک تورنه کړې چې ''سانسور او د روسیې اتباعو له حقونو او ازادیو سرغړونه کوي. ''
خو د فېسبوک اداره وايي د روسي چارواکو هغه غوښتنه یې رد کړې چې وايي د حکومت پلوه رسنیو لخوا د خبرونو په اړه له حقیقت موندنې نه دې لاس واخلي.
دا ګام یوه ورځ وروسته له هغه واخیستل شو چې روسیې پر اوکرایین یرغل پیل کړ.
روسیې کې د رسنیو د څار ادارې غوښتنه کړې چې فېسبوک دې پر دولتي اژانس ار ای اې، دولتي تلویزون او کرمیلین پلوه ویپاڼو لګولي محدودیتونه لري کړي.
دا معلومه نه ده چې له دې محدودیتونو نه یې موخه څه ده او تر کومې کچې روسیې کې د فېسبوک، فېسبوک مسنجر او انټاګرام خدمات اغیزمن شوي دي.
فېسبوک وايي په دې برخه کې یې د روسیې چارواکو غوښتنې له پامه غورځولي.
د فېسبوک په ادارې (میټا) کې د نړیوالو چارو مرستیال مشر سر نېک ګلېچ ویلي ''روسي چارواکو موږ ته امر وکړ چې د حقیقت موندنې له چارې لاس واخلو خو موږ رد کړ. ''
نوموړي وویل ''موږ له روسي اتباعو غواړو چې د میټا له خدماتو کار واخلي. ''
سر نېک زیاته کړه ''ولسي روسان زموږ له اپونو نه د خپلو احساساتو د څرګندولو په خاطر کار اخلي او موږ له هغوی نه غواړو چې د خپل غږ پورته کولو لپاره زموږ له خدماتو نه کار اخیستلو ته دوام ورکړي. ''
ګڼو روسي پلوه رسنیو پر اوکرایین د روسي ځواکونو د یرغل مثبت تصویر وړاندې کړی او پر اوکرایین یې یرغل ''ځانګړي پوځي عملیات '' بللي چې په وینا یې مسکو یې ترسره کولو ته اړ شو.
تېره پنجنشبه د فېسبوک ادارې وویل یو ځانګړی مرکز یې جوړ کړی چې هغه مطالب وڅاري چې په اوکرایین کې د کړکېچ په اړه خپرېږي.
پرون (د فبرورۍ ۲۵مه) امریکايي سناتور مارک وارنر وویل فېسبوک، یوټیوب او نورې ټولنیزې رسنۍ روښانه مسوولیت لري څو باوري کړي چې له بشري حقونو نه د سرغړونو په خاطر ونه کارول شي.
د فېسبوک اداره له دې امله تر فشار لاندې ده چې ناسم معلومات باید په نښه کړي او د دې چارې لپاره د رویټرز په څېر خبر رسولو ادارو سره هم کار کوي.
مسکو په کور دننه رسنیو باندې هم فشار ډېر کړی او ګواښ یې کړی چې د هغو رپوټونو مخه به ونیسي چې په وینا یې پر اوکرایین د یرغل په اړه ''ناسم معلومات '' په کې وي.