تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر اوکرایین د روسیې برید؛ د تېلو د یوه بېرل بیه پر ۱۰۰ ډالرو واوښته
پر اوکرایین د روسیې تر برید وروسته نړیوال بازار د تیلو د یوه بېرل بیه پر سل ډالرو واوښته. دا تېرو اوو کلونو کې لومړی ځل دی چې د تیلو بیه دومره لوړېږي.
پانګوال د دې جګړې پایلو ته اندېښمن دي او له همدې کبله د نړیوالو ونډو بیه هم رالوېدلې او برعکس د سرو زرو لوړه شوې ده.
د یادونې ده چې روسیه نړۍ کې د اومه تېلو دویم او د طبیعي ګاز تر ټولو ستر صادرونکی هېواد دی.
پر اوکرایین د روسیې د برید د خبرونو له خپرېدو وروسته د اوومه تیلو د یوه بېرل بیه ۱۰۳ ډالرو ته وختله.
دا په یوه ورځ د تیلو بیه کې ۵ سلنه لوړوالی ښيي.
ګڼ اروپايي هېوادونه تېره میاشت کې د ګازو او تېلو د بیو د کم ساري لوړېدو شاهدان وو.
اوس اروپا کې د ګازو بیې د پام وړ او ان تر ۴۰ سلنه لوړې شوې دي.
اندېښنه دا ده چې د بیو د لوړېدو دا لړۍ به همداسې دوام وکړي.
په اسیايي او اروپايي پلازمېنو کې د ونډو بازارونو له پرانیستل کېدو سره مالومه شوه چې ونډو بیې هم لوېدلې دي.
د روسي شرکتونو ارزښت هم چې د لندن بازار کې معامله کېږي، د پام وړ لوېدلې دي.
د سبربانک د ونډو ارزښت ۷۵ سلنه پرېوتی او د ګازپروم ونډې هم ۳۶ سلنه راټيټه شوې دي.
لوېدیزو هېوادونو اعلان کړی چې پر روسیې لا سخت بندیزونه لګوي.