افغان کډوالو نرېندرا مودي ته پټکی ور پر سر کړ

د عکس سرچینه، Narendra Modi/twitter
یو شمېر افغان سیکانو او هندوانو چې دا وروستیو کې هند ته تللي، د دغه هېواد له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره پلازمېنه ډیلي کې لیدلي دي.
ښاغلي مودي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ''له نیکه مرغه نن مې له افغان کډوالو سیکانو او هندوانو سره ولیدل. ''
په هغه ویډیويي کلیپ کې چې د ښاغلي مودي پر ټویټر ادرس خپور شوی، افغان کډوال سیکان او هندوان په دې لیدنه کې له ښاغلي مودي مننه کوي چې ''په سخت وضعیت کې یې د دوی ملاتړ کړی او له افغانستانه یې په ځانګړې الوتکه کې د سيکانو سپیڅلی کتاب ''شري ګورو ګرانت صاحب '' لېږدولو ته زمینه برابره کړه. ''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
افغان کډوالو سیکانو په دې لیدنه کې د افغانستان دودیز پټکی ښاغلي مودي ته پر سر ورکېښود او دودیزه افغان چپنه یې ورواغوسته.
ښاغلي مودي له افغان کډوالو مننه وکړه او ویې ویل:
''زه پوهېږم چې دا ډول درناوي کول په افغانستان کې څومره اهیمت لري، تاسې ما ته درناوی راپه برخه کړ، هلته هندوان هم دا په خورا ویاړ سره اغوندي، دا د افغانانو پېژندګلوي ده. ''
ښاغلي مودي افغان سیکانو او هندوانو ته وویل، دوی باید په هند کې ځان مېلمانه و نه بولي، ځکه په وینا یې هند یې ''خپل کور دی '' او د هند هر وګړی دوی ته په زړه کې مینه او درناوی لري.
د یادونې ده، چې له اګست نیمايي راهیسې چې پر افغانستان طالبان واکمن شول، لسګونه زره افغانان له هېواده وتلي، چې یو شمېر یې د ګاونډیو هېوادونو په ګډون په قطر، البانیا او ځینې نورو هېوادونو کې په نیمايي لار کې تر اوسه پاتې دي او یو شمېر بیا امریکا، کاناډا، اسټرالیا او اروپايي هېوادونو ته رسېدلي دي.
له افغانستانه دا وروستیو کې یو شمېر افغان سیکان او هندوان هم هندوستان او ځینې نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
تېر دسمبر کې د لومړي وزیر نرېندرا مودي په ځانګړي امر د سیکانو مذهبي کتاب ''شري ګورو ګرانت صاحب '' په یوه ځانګړې الوتکه کې له افغانستانه هند ته ولېږدول شو.








