پولیسو هغه مشکوک سړی نیولی چې د مسلمانو ښځو د ''لیلام'' اعلانونه یې خپاره کړي وو

هندي پولیسو هغه سړی نیولی، چې پروسږ کال یې د انټرنېټ له لارې د نژدې اتیا مسلمانو ښځو تصویرونه د دې ښځو پلورلو یا ''لیلام '' په نامه خپاره کړي وو.

دغه تصویرونه او معلومات د ۲۰۲۱ کال جولای کې د سولي ډیلز په نامه د یوه اپلکشن له لارې خپاره شوي وو، چې ګیټحب نومې وېبپاڼې یې کوربتوب کاوه.

دا مشکوک سړی د یوه بل ورته اپلکشن له خپرېدو څو ورځې وروسته نیول شوی، چې د لیلامۍ له سرلیک سره یې د نژدې ۱۰۰ مسلمانو ښځو نومونه، تصویرونه او نور معلومات د بولي بايي اپلکشن له لارې خپاره کړل.

د نوي اپلکشن په تړاو هم څلور کسان نیول شوي، چې د چارواکو په وینا یو ۲۱ کلن محصل هم پکې شامل دی، چې دا اپلکشن یې چمتو کړی.

په دواړو قضیو کې هدف اصلاً د ښځو پلور نه و، بلکې په ځانګړې توګه د هغو مسلمانو ښځو سپکاوی و، چې د لومړي وزیر نرېندرا مودي حکومت موده کې یې د هندوانو توکمپالنې څپې پر ضد غږ پورته کړی.

''سولي '' یوه عامیانه اصطلاح ده، چې د مسلمانو ښځو سپکاوي په پار یې ښي اړخه سخت دریځي هندوان کاروي، او په ورته توګه ''بولي '' هم له سپکاوي ډکه اصطلاح بلل کېږي.

د بولي بايي په نامه د اپلکشن له خپرېدو وروسته یوې ښځې چې جولای میاشت کې یې شکایت کړی و، وویل، پولیسو تر اوسه دې لړ کې هیڅ نه دي کړي.

خو اوس پولیسو پر یکشنبه د مدهیه پردېش له اندور ښاره اومکریشور ټاکر په همدې تړاو نیولی دی.

پولیسو بي بي سي مراټهی څانګې ته وویل، د ښاغلي ټاکر نوم د بولي بايي اپلکشن پنځوونکي نیرج بیشنوی نه د پوښتنو ګروېږنو ترڅ کې مخې ته راغی.

د ډيلي پولیسو انټرنېټي جرمونو مخنیوي څانګې کمشنر کي پي ایس ملهوترا بي بي سي ته وویل د ښاغلي ټاکر اړوند الیکترونیکي الات پلټل شوي دی.

د بخښنې نړیوال سازمان ۲۰۱۸ کال یوه رپوټ کې ویل شوي، هغومره چې په هند کې د مذهبي لږکیو یا دلت توکم اړوند یوه ښځه د خپلو حقونو لپاره په زوره غږ پورته کوي، له انلاین لارې یې د ځورولو احتمالي خطر ډېرېږي.

معترضین وايي، دا وروستیو کلونو کې په هند کې د مسلمانو ښځو ځورولو پېښو ناوړه بڼه خپله کړې ده.