هند پولیسو له هغې وېبپاڼې سره په تړاو یو سړی نیولی چې د مسلمانو ښځو ''پلور'' اعلانونه یې خپاره کړي

هندي پولیسو د یوه انټرنېټي اپلکشن په تړاو چې د نژدې ۱۰۰ مسلمانو ښځو تصویرونه او معلومات یې د دوی د 'پلور ' په نامه خپاره کړي وو، یو ۲۱ کلن سړی نیولی دی.

نیول شوی سړی سویلي ښار بنګلور کې د انجینرۍ څانګې محصل دی، چې بشپړه پېژندګلوي یې نه ده افشا شوې.

د نوموړي پر ضد لګول شوي تورونه هم څرګند نه دي، خو ځايي پولیسو بي بي سي مراټهي څانګې ته ویلي، دې سړي له بولي بايي اپلکشن سره نژدې تړاو درلود.

دې اپلکشن د ګېټ حب نومي وېبپاڼې له لارې خپرونې کولې، چې له توندو غبرګونونو وروسته یې اپلکشن غیر فعال کړ.

د هند دوو ایالتونو کې پولیسو له هغه وروسته قضیې ثبت کړي، چې دا تصویرونه او اعلانونه یې نه یوازې پر اپلکشن خپاره شول، بلکې پر خواله رسنۍ ټویټر یې هم دې لړ کې حسابونه پرانیستل شوي وو.

دا په تېرو څو میاشتو کې له انلاین لارې د مسلمانو ښځو ځورونې دویمه هڅه ده، چې د دوی د 'لیلام ' په نامه کېږي.

له دې مخکې جولای میاشت کې د 'سولي ډیلز ' په نامه یوه اپلکشن او وېبپاڼې له لارې د نژدې ۸۰ مسلمانو ښځو تصویرونو او نومونه خپاره شوي وو او ادعا کېده، چې 'پلورل کېږي '

'سولي له سپکاوي ډکه عامیانه اصطلاح ده، چې یو شمېر ښي اړخه هندوان یې د مسلمانو ښځو ځورونې لپاره کاروي.

د دې اعلانونو هدف یوازې د مسلمانو ښځو سپکاوي او ځورونې لپاره انلاین کمپاین بلل کېږي.

د بي بي سي له خبریالې ګېتا پانډې سره خبرو کې یوې ښځې چې نوم یې دې لیست کې شامل و، وویل:

''دې سره وبوږنېدم. '' خو اوس چې له هغې پېښې شپږ میاشتې تېرې دي، په دې تړاو هېڅوک نه دي نیول شوي.

خبریالې عصمت ارا چې د بولي بايي په نامه انلاین لیست کې یې نوم شامل دي، پلازمېنه نوي ډیلي کې پولیسو ته په دې هکله شکایت کړی.