انګ سان سوچي په څلور کاله بند محکومه شوه

میانمار کې یوې محکمې د دې هېواد پرځول شوې مشره انګ سان سوچي د قضیو یوه لړۍ کې د څلورو نورو کلونو لپاره د زندان په سزا محکومه کړې ده.

تازه محاکمه کې نوموړې ته د غیر قانوني ملکیت، مخابرو وارداتو او د کورونا مخنیوي قرنطین قضیو لړ کې سزا ورکړل شوې ده.

اغلې سوچې لومړی ځل تېر ځل دسمبر کې د دوو کلونو زندان سزا ورکړل شوې وه.

د تېر کال قبرورۍ کې میانمار کې له یوې پوځي کودتا وروسته اغلې سوچې ونیول شوه او له هغه راهیسې پرې نژدې یو درزن تورونه پورې شوي، چې نوموړې ټول رد کړي دي.

دغه قضیې په پراخه کچه غندل شوې او بې انصافي بلل شوې.

داسې باور کېږي، چې د دوشنبې ورځې محاکمه د هغې تالاشۍ په تړاو ده، چې د جنرال مین اونګ هلینګ په مشرۍ له کودتا وروسته پوځیانو د هغې کور کې د پلټنو پر مهال د دې الاتو ضبط کولو ادعا وکړه.

د دوشنبې ورځې محاکمه پلازمېنه نی پیې تاو کې تر سره شوه، رسنیو ته یې د پوښښ اجازه نه وه ورکړل شوې او دغه راز د اغلې سوچي مدافع وکیلان له خلکو او رسنیو سره د قضیې په هکله له خبرو منع شوي وو.

تېره میاشت نوبل جایزه ګټونکې انګ سان سوچي د مخالفت پارونې او له قرنطین قوانینو د سر غړونې په تور محاکمه شوه، چې د ملګرو ملتونو بشري حقونو ادارې مشرې مېشل باشلیت ''له شرمه ډکه '' محاکمه وبلله.

داسې بارو کېږي چې که پر اغلې سوچي لګېدلي ټول تورونه ثابت شي، نوموړې به د ټول عمر لپاره زنداني شي.