میانمار کې د جګړې له کبله د یوه ښار نژدې ټول اوسېدونکي کډوال شوي

میانمار (برما) کې د حکومتي پوځ او هغه ملیشه ځواک تر منځ چې د پوځي کودتا مخالف دي، له جګړې وروسته د یوه ښارګوټي نژدې ټول اته زره اوسېدونکي کډوال شوي دي.

د اونې پای کې د چین ایالت په تهانتلاګ ښارګوټي کې د سختو نښتو پر مهال د توپونو ګوزارونو له کبله یو شمېر کورونو اور اخیستی دی.

رپوټونو کې ویل شوي، زرګونه ځايي اوسېدونکي د ېوه نژدې بندر له لارې هند ته تښتېدلي دي. فبرورۍکې میانمار پوځ د یوې کودتا له لارې واک تر لاسه کړ، چې له هغه وروسته یې پر ضد پراخ احتجاجونه وشول او د پوځ مخالف ملېشه ځواک رامنځته شو.

د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي، د جګړې له کبله تهانتلاګ کې نژې شل کورونو اور اخیستی دی. رپوټونو کې ویل شوي، د کلیسا یو ځايي مشر هغه مهال د پوځیانو ډزو کې وژل شوی، چې د اور وژنې هڅه یې کوله.

د بې ځایه شویو کسانو سره د مرستې چارو اړوند یوې ځايي کمېټې ویاند کس ادعا کوي چې پوځیانو 'د خلکو پر کورونو ډزې پیل کړې ' چې له کبله یې خلک له کورونو تېښتې ته اړ شول.

له میانمار ناو خبري شبکې سره خبرو کې وویل:

''له هغو دولتي مامورینو پرته چې د ملکي نافرماني په تحریک کې یې برخه نه درلوده ټول ښاریان تښتېدلي دي او په ښارګوټي کې یوازې پوځیان پاتې دي. ''

د هند په میزورام ایالت کې د مدني فعالانو یوې ډلې مشر رویټرز خبري اژانس ته وویل، تېره اونۍ دې سیمې ته له میانماره نژدې ۵۵۰۰ کډوال ورغلي دي.

په اګست میاشت کې جنرال مین اوونګ هلیانګ ځان لومړی وزیر ونوماوه او په هېواد کې پلی شوی بېړنیز حالت یې وغځاوه.