تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي شهزادګۍ بسمه آل سعود له زندانه خوشې شوه
د بشري حقونو یو شمېر فعالان وایي، سعودي شهزادګۍ بسمه آل سعود او د هغې لور له درې کلن بند وروسته د سعودي عرب له یو مشهور زندان خوشې شوې دي.
نوموړې د سعودي عربستان د پخواني پاچا سعود کشره لور ده، او په ۲۰۱۹ کال کې هغه مهال ونیول شوه چې غوښتل یې د درملنې لپاره سویس ته لاړه شي.
د ۳ کاله بند په موده کې پر شهزادګۍ بسمه رسماً هېڅ تور نه دی لګول شوی او لا یې هم د نیول کېدو لامل نه دی روښانه.
خو ځینې په دې باور دي چې د بشري حقونو او سعودي عربستان کې د قانوني اصلاحاتو لپاره د نوموړې هلې ځلې یې ښایي د نیول کېدو لامل شوې وي.
د هغې کورنۍ په ۲۰۲۰ کال کې ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې ویلي وو، اغلې بسمه په ښکاره توګه په سعودي عربستان کې د بشري حقونو د وضعیت غندنه کوله.
کورنۍ یې هم په دې باور ده چې ګواکې همدې چارې د سعودي واکمنو ته سرخوږی جوړ کړی و او له کبله یې شهزادګۍ بسمه ونیول شوه.
ځینې نور په دې باور دي چې نوموړې د سعودي پخواني ولیعهد محمد بن نایف ته نږدې کس بلل کېده، نو ځکه هم د چارواکو لخوا تر څار لاندې وه.
یاده دې وي چې ولیعهد محمد بن نایف د رپوټونو له مخې دا مهال په خپل کور کې نظر بند دی.
پخپله شهزادګۍ بسمه تېره اپرېل میاشت کې پر سعودي پاچا سلمان او اوسني ولیعهد محمد بن سلمان غږ کړی و چې له زندانه یې خوشې کړي.
نوموړې هغه مهال ټینګار کړی و چې هېڅ جرم یې نه دی کړی او روغتیا یې ورځ تر بلې خرابېږي.
د بشري حقونو مدافعین وایي، د بند پر مهال نوموړې ته هېڅ ډول طبي سهولت یا د درملنې زمینه نه وه برابره شوې.
دوی همدا راز وایي، په دې موده کې پر شهزادګۍ بسمه رسماً هېڅ تور نه دی لګول شوی.