دوبۍ شاهي کورنۍ: شهزادګۍ لطیفه خپل کور کې ده او په ښه کېدو ده

د بي بي سی له خوا ترلاسه شويو هغو ويډيوګانو له خپرولو وروسته چې د دوبۍ د حاکم لور شهزادګۍ لطيفې په کې پر خپل پلار تور پورې کړی و چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې يې يرغمل کړې ده، د دوبۍ شاهي کورنۍ اوس ويلي چې د شهزادګۍ لطيفې په "کور کې خيال ساتل کېږي".

د شاهي کورنۍ له خوا خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د شهزادګۍ لطيفې، "حالت مخ په ښه کېدو دی او موږ هيله من يوو چې په سم وخت کې به بېرته عادي ژوند ته ستنه شي".

د شاهي کورنۍ له خوا په لندن کې د متحده عرب اماراتو سفارت له لارې خپرې شوې اعلاميه کې ويلي، چې د شهزادګۍ لطيفې په اړه د رسنيو له خوا خپرو شويو راپورونو په ځواب کې ويلي "موږ د هغو ټولو مننه کوو چې د دې د خيريت لپاره يې اندېښنه ښودلې، د دې سربېره چې دغه راپورونه د اصلي حالت عکاسي نه کوي".

د شاهي کورنۍ له خوا د ثبوت په توګه د شهزادګۍ لطیفې کوم عکس يا ويديو نه ده خپره شوې او نه هم د سفارت له خوا د هغې اوسنی حالت په معلومات ورکړل شوي.

وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ويلي وو چې، د متحده عرب اماراتو حکومت دې ثبوت وړاندې کړي چې د دوبۍ د حاکم لور شهزادګۍ لطيفه ژوندۍ ده.

له بي بي سي سره په شريکو شو هغو ويډيوګانو کې چې شهزادګۍ لطيفې په پټه ريکارډ کړې، پر خپل پلار تور لګولی و چې په ۲۰۱۸ کال کې د تېښتې له هڅې وروسته يې يرغمل کړې ده.

ملګرو ملتونو د "فري لطيفه" د کمپاين له ډېوېډ هېګ څخه د شهزادګۍ سره تړلې ويډيوګانو ته د لاسرسي غوښتنه کړې ده. په دغو ويډيوګانو کې لطيفه وايي، ژوند يې له ګواښ سره مخ دی.

تېره اوونۍ د بي بي سي پانوراما پروګرام د شهزادګۍ لطيفې ويډيوګانې خپرې کړې وې چې له دې وروسته په نړيواله کچه له ملګرو ملتونو غوښتنې ډېرې شوې چې د دې پېښې په اړه پلټنې وکړې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو يوه ويانده لز تهروسل، د جمعې په ورځ وويل، "موږ د متحده عرب اماراتو له حکومت پوښتلي چې د هغه حالت اوس څنګه دی او موږ د وضعيت څارنه کوو".

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن هم ویلي، د دې قضیې په اړه اندېښنه لري، خو صبر به کوي او ګوري‌ به چې د ملګرو ملتونو پلټنې څه پایله لري.

د شهزادګۍ لطیفې پلار او د دوبۍ امیر شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د نړۍ یو تر ټولو شتمن هېواد مشر او د متحده عربي اماراتو مرستیال ولسمشر دی.

نوموړی له ګڼو لوېديځو هېوادونو سره نژدې اړیکې لري او بریتانیا او امریکا یې خپل ستراتیژیک ملګری بولي.‌

خو د بشري حقونو ډلې پر نوموړي نیوکه کوي چې په واکمنۍ کې یې اعتراض او شکایت ته اجازه نشته او قضایي ادارې یې له ښځو سره منصفانه چلن نه کوي.‌

شهزادګۍ لطیفې پخوا ویلي وو، خپل هېواد کې هېڅ ډول ازادي نه لري او ځکه یې غوښتل چې د ازاد ژوند لپاره بل هېواد ته وتښتي.

خو پلار یې وایي چې د خپل لور ښېګڼه غواړي، او د متحده عربي اماراتو حکومت هم په تېر کې ټینګار کړی چې نوموړې له خپلې کورنۍ سره خوندي او خوشحاله ده.‌