د دوبۍ د امیر لور وایي د خپل پلار لخوا "یرغمل شوې"

    • Author, د پانوراما خپرونې رپورټران
    • دنده, بي بي سي

د دوبۍ د امیر هغې لور چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د تېښتې هڅه کړې وه، خپلو ملګرو ته پټ ویډیویي پیغامونه استولي او تور لګوي چې پلار یې "یرغمل" کړې او د خپل ژوند په اړه وېره لري.‌

په هغه ویډیویي کلپونو کې چې د بي بي سي پانوراما خپرونې سره شریک شوي، شهزادګۍ لطیفه آل مكتوم تور لګوي چې د تېښتې پر مهال کومانډو سرتېرو له کښتۍ ونیوله، بېهوشه یې کړه او بېرته یې زندان ته ولېږدوله.‌

اوس چې د نوموړې لخوا د دې پټو ویډیویي پیغامونو راتلل بند شوي، ملګري له ملګرو ملتونو غواړي‌ چې دې قضیه کې ښکېل شي.

دوبۍ او متحده عربي اماراتو په تېر کې ویلي چې شهزادګۍ لطیفه له خپلې کورنۍ سره خوندي ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ استازۍ مري رابېنسن په ۲۰۱۸ کال کې له شهزاګۍ لطیفې سره تر کتنې وروسته ویلي وو، دا ځوانه ښځه نارامه ده او ځورېږي.

اغلې رابېنسن اوس ویلي،‌ د شهزادګۍ لطیفې کورنۍ ورسره هغه مهال سخت چل کړی و.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دې پخوانۍ استازې او همدا راز د ایرلنډ ولسمشر د نړیوالو دا غوښتنه بدرګه کړې چې باید د شهزاګۍ لطیفې وضعیت او ځای ځایګی مالوم شي.‌

مري رابنسن ویلي: "د لطیفې په اړه لا هم اندېښمنه یم.‌ وضعیت بدل شوی. فکر کوم دا قضیه باید وڅېړل شي".

د لطیفې پلار شیخ محمد بن راشد آل مكتوم د نړۍ یو تر ټولو شتمن هېوادمشر، د دوبۍ امیر او د متحده عربي اماراتو مرستیال ولسمشر دی.

شهزاګۍ دا نوې پټې ویډیوګانو د څو میاشتو په موده کې په یوه تیلیفون کې ثبتې کړې دي.‌

دا تیلیفون نوموړې په پټه توګه وروسته له هغه ورکړل شو چې د تېښتې پر مهال ونیول شوه او بېرته دوبۍ ته ولېږدول شوه.‌

نوموړې دا ویډيوګانې په تشناب کې ثبتې کړې دي،‌ ځکه دا یې په استوګنځي کې یوازینی ځای و چې دروازې یې کولپ درلود. شهزاګۍ لطیفه په دې ویډیوګانو کې وایي:

  • کله چې د تېښتې پر مهال اماراتي کومانډویانو په کښتۍ کې ونیوله نو دې هڅه کړه چې ځان خلاص کړي، سوکان او لغتې یې ووهلې او د یو کومانډو پر لاس یې خوله ولګوله.
  • وروسته نشته ورکړل شوه،‌ بېهوشه شوه او بیا یوې شخصي الوتکې ته ولېږدول شوه.‌ تر هغې ویده وه چې الوتکه دوبۍ کې کېناسته.
  • په یوې داسې کلا کې ساتل کېده چې کړکۍ او دروازې یې بندې وې، طبي اسانتیا یې نه درلوده،‌ وکیل یې نه درلود، پولیسو پرې پیره کوله.‌

د لطیفې نږدې ملګرې ټینا جاهاینن، د هغې خپلوان مارکس ایسابري او مدني فعال ډېوډ هې د هغې د نیول کېدو او بندي ساتل کېدو کیسه د بي بي سي پانوراما خپرونې ته کړې وه.‌

دا ټول هغه کسان دي‌ چې د شهزادګۍ لطیفې د خلاصون لپاره پیل شوي کمپاین کې برخه لري.‌

دوی وایي، اوس یې د لطیفې د پټو پیغامونو د شریکونو سخته پرېکړه کړې ده، ځکه چې د هغې د خوندبتوب په اړه اندېښمن دي.‌

همدا کسان توانېدلي‌ وو چې لطیفې سره هغه مهال اړیکه ټینګه کړي چې په دوبۍ کې په یوه بنده کلا کې ساتل کېده.

د بي بي سي پانوراما خپرونې هم په خپلواکه توګه د هغه ځای په اړه مالومات تائید کړي چې شهزادګۍ لطیفه پکې ساتل کېده.‌

شیخ محمد بن راشد آل مكتوم یو لوی او بریالی ښار جوړ کړی، خو د حقونو فعالان وایي، دوبۍ کې د اعتراض غږ نه زغمل کېږي او قضایي نظام یې د مېرمنو پر ضد کارېدلی شي.

‌نوموړی د ځغاستې د اسونو شوقي دی، د سیالیو لوبغالي یې لري او د رایل اسکوټ په نامه د اس ځغلونې مشهورو سیالیو کې هم ګډون کوي، چېرې چې دی د بریتانیا د ملکې الېزابت ترڅنګ هم لیدل شوی.

خو نوموړی د شهزادګۍ لطیفې او د خپلې مېرمنې شهزادګۍ هيا بنت الحسین (چې د لطیفې ناسکه مور ده) قضیو کې له سختو نیوکو سره مخ شوی.

مېرمن یې شهزادګۍ حیا په ۲۰۱۹ کال کې له خپلو دوو ماشومانو سره لندن ته وتښتېده.

په کښتۍ کې تېښته

شهزادګۍ لطیفې، چې اوس ۳۵ کلنه ده، لومړی ځل د ۱۸ کالو په عمر د تېښتې هڅه وکړه، خو بریالۍ نشوه.

وروسته په ۲۰۱۱ کال کې یې له فرانسوي سوداګر هېروې جاوبرټ سره اړیکه ټینګه کړه او د تېښتې لپاره یې یو مفصل پلان جوړ کړ، چې وروسته یې پرې عمل هم وکړ.‌

په دې کار کې د هغې ملګرې او د ورزش روزونکې جاوهاینن هم ورسره مرسته وکړه.‌

د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه نېټه شهزادګۍ لطیفه او جاوهاینن په یوه ربړي کښتۍ کې سپرې شوې او نړیوالو اوبو ته یې ځانونه ورسول.‌

هلته ورته یوه امریکایي نښان لرونکې کښتۍ کې فرانسوی سوداګر جاوبرټ په تمه و.

اته ورځې وروسته، کله چې دا کښتۍ د هند سمندري حد کې وه، کومانډویان ور وختل.

اغلې جاوهاینن وایي، سرتېرو اوښکې بهونکي لاسي بمونه وکارول او دا او شهزادګۍ لطیفه، چې لاندې تشناب کې پټې وې، اړې شوې چې بهر راووځي.

د جاوهاینن په وینا، کومانډویانو شهزادګۍ لطیفه بېرته دوبۍ ته ولېږډوله او تر دې وروستیو یې هېڅوک له حاله نه وو خبر.

پخپله جاوهاینن او د هغې امریکایي‌ نښان لرونکې کښتۍ نوره عمله په دوبۍ کې د دوو اوونیو زندان تېرولو وروسته خوشي شول.

هند تر دې دمه په دې قضیه کې د خپلې ښکېلتیا په اړه هېڅ هم نه دي ویلي.

په ۲۰۱۸ کال کې د تېښتې له هڅې وړاندې شهزادګۍ لطیفې یوه بله ویډیو هم ثبته کړې وه.‌

نوموړې هغه ویډیو کې ویلي وو: "که تاسې دا ویډیو ګورئ نو مطلب دا چې وضعیت ښه نه دی. یا خو زه وژلې شوې یم، او یا هم په ډېر سخت بد حالت کې یم".

د همدې ویډیو له کبله نړیواله ټولنه اندېښمنه شوه او د هغې د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

پر متحده عربي اماراتو نړیوال فشار ډېر شو او مجبور شول چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو استازې مري رابنسن سره خبرو ته کېني.

له مري رابنسن سره لیدنه

مري رابنسن د ۲۰۱۸ کال دسمبر کې د خپلې ملګرې او د دوبۍ امیر مېرمنې شهزادګۍ حیا په غوښتنه دوبۍ ته لاړه.

هلته یې له دوی سره د غرمې ډوډۍ وخوړه،‌ او به دې مېلمستیا کې شهزادګۍ لطیفه هم شته وه.‌

مري رابنسن د بي بي سي پانوراما خپرونې ته وویل، دې ته او شهزادګۍ هيا ته د شهزادګۍ لطیفې د رواني ناروغۍ په اړه مالومات ورکړل شول.

دوی ته ویل شوي‌ وو چې شهزادګۍ لطیفه بايپولر (bipolar disorde) لري. په دې ناروغۍ اخته کسان ځینې وخت ګومان کوي چې دوی پخپله دوی نه دي، بلکې یو بل څوک دي.

خو په حقیقت کې شهزادګۍ لطیفه دا ډول کومه رواني ستونزه نه لري.

مري رابنسن وایي، له شهزادګۍ لطیفې نه یې د دې رواني ستونزې په اړه پوښتنه ونکړه، ځکه نه یې غوښتل چې د هغې کړاو او ذهني تکلیف لا زیات کړي.‌

له دې لیدنې او مېلمستیا ۹ ورځې وروسته د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د مري رابنسن او شهزادګۍ لطیفې ګډ عکسونه خپاره کړل.

یاد وزارت وویل، دا عکسونه ثابتوي چې شهزادګۍ لطیفه خوندي ده او ښه ده.‌

خو مري رابنسن وایي: "د دې عکسونو په خپرېدو پوهه شوم چې چل راسره شوی. د دې کار تمه مې نه درلوده. بیخي هکه حیرانه شوم".

په ۲۰۱۹ کال کې د دوبۍ شاهي کورنۍ کې دننه ستونزې وروسته له هغه په ډاګه شوې چې د شیخ آل مكتوم مېرمن شهزادګۍ هيا له خپلوو دوو ماشومانو سره لندن ته وتښتېده.‌

نوموړې د بریتانیا ستره محکمه کې د خپل خوندیتوب لپاره عریضه وکړه او د شیخ آل مكتوم پر ضد یې هم د ځورونې شکایت ثبت کړ.

تېر کال د بریتانیا سترې محکمې په خپلو یو شمېر موندنو کې وویل، شیخ آل مكتوم په ۲۰۰۲ او بیا په ۲۰۱۸ کال کې په زوره د شهزادګۍ د لطیفې بېرته دوبۍ ته د لېږدولو پلان جوړ کړی و.‌

محکمې همدا راز وویل چې شیخ آل مكتوم په ۲۰۰۰ کال کې هم د شهزادګۍ لطیفې مشره خور،‌ شهزادګۍ شمسیه، په ناقانونه توګه له بریتانیا تښتولې وه او دوبۍ ته یې استولې وه.

یاده دې وي چې د شهزادګۍ لطیفې په څېر د هغې مشرې خور شهزادګۍ شمسیې هم د تېښتې هڅه کړې وه.

محکمې وویل،‌ شیخ المخدوم داسې یو رژیم چلوي چې پکې دا دواړه ځوانې ښځې ازادي نه لري.

د بریتانیا د سترې محکمې د ۲۰۲۰ کال د مارچ میاشتې دې پرېکړه کې شیخ آل مكتوم پړ بلل شوی او د هغه د مېرمنې شهزادګۍ حیا په حق کې پرېکړه شوې وه.

د شهزادګۍ لطیفې ملګرو هیله درلوده چې د محکمې دا پرېکړه ښایي د هغې په خلاصون کې مرسته وکړي.‌

اغلې جوهاینن وایي،‌ اوس یې ځکه د شهزادګۍ لطیفې د ویډیویي پیغامونو د شریکولو پرېکړه وکړه چې له ډېرې مودې د هغې حال احوال نه دی مالوم‌.

جوهایین وایي، د دې وډیویي پیغامونو شریکولو په اړه یې ډېر فکر وکړ، خو زیات چې: "فکر کوم هغه به غواړي چې موږ یې د خلاصون لپاره هڅې وکړو او ناهیلې نشو".

د دوبۍ او متحدو عربي اماراتونو حکومت د شهزادګۍ لطیفې اوسني وضعیت په اړه د بي بي سي پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.