بایډن ته د پوتین خبرداری: نوي بندیزونه به لویه تېروتنه وي

US President Joe Biden holds virtual talks with Russia's President Vladimir Putin, seen on a TV screen

د عکس سرچینه، The White House via Reuters

د عکس تشریح، د دواړو ولسمشرانو تر منځ نژدې پنځوس دقیقې ټیلیفوني خبرې شوې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل امریکایي سیال جو بایډن ته خبرداری ورکړی، چې د اوکراین موضوع پر سر پر روسیې نوي بندیزونه به د دواړو هېوادونو اړیکي سخت اغېزمن کړي.

د پنجشنبې پر شپه له ولسمشر بایډن سره ټیلیفوني خبرو کې ښاغلي پوتین خبرداری ورکړی، چې پر روسیې نوي بندیزونه به 'ډېره سخته تېروتنه ' وي.

بل لور ښاغلي بایډن پوتین ته ویلي، په اوکراین کې د مداخلې په صورت کې به امریکا او متحدینو غبرګون سملاسي وي.

دغه ټیلیفوني خبرې چې د روسیې په غوښتنه شوې، په روانه یوه میاشت کې دا ډول دویم ځل دی چې تر سره کېږي او یو ساعت وخت نیسي.

د اوکراین چارواکي وايي، روسیې له دوی سره پر پوله نژدې یو لک پوځیان ځای پر ځای کړي دي او د دواړو مشرانو تازه ټیلیفوني خبرې د دې تاوتریخوالي کمولو یوه هڅه بلل کېږي.

که څه هم دې خبرو کې داوړو لوریو یوه بل ته خبرداری ورکړی، خو په روسیه کې د بهرنیو چارو سلاکار وايي، ښاغلی پوتین له دې خبرو 'خوښ ' دی او په راتلونکي کې به د خبرو لپاره یو 'ښه تناظر ' ترې وموندل شي.

بل لور د امریکا یوه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط خبرو کې ویلي، 'د خبرو لهجه سخته ' وه.

د سپینې ماڼۍ رسنیزې څانګې سکرتر بیا د ولسمشر بایډن له قوله وايي، ''دې مذاکراتو کې پرمختګ د تاوتریخوالي کمېدو په صورت کې پرمختګ کېدای شي. ''

نوموړي زیاته کړه، ولسمشر بایډن په څرګنده ویلي‌ چې ''که روسیه په اوکراین کې نوره مداخله وکړي، امریکا او ملګري به یې سملاسي ځواب ورکړي. ''

د سپینې ماڼۍ په وینا ولسمشر بایډن له خپل روسي سیاله غوښتني چې د یپلوماتیکې لارې، چارې ولټوي.

تمه کېږي چې د امریکا او روسیې استازي به راتلونکې میاشت جنېوا کې خبرې وکړي.

د پنجشنبې له ټیلیفوني خبرو مخکې ولسمشر پوتین په یوه پیغام کې وویل، ''ډاډه '' دی چې دواړه ''یوه بل ته له درناوي او د یوه بل ملي ګټو ته په پام سره 'خبرو کې ' پرمختګ کولای شي. ''

لوېدیځوالو له دې مخکې هم له اوکراین سره پر پوله د روسي ځواکونو یو ځای کېدو په هکله اندېښنې څرګندې کړې دي.

ولسمشر بایډن مخکې ښاغلي پوتین ته خبرداری ورکړی، که پر اوکراین برید وکړي، داسې بندیزونه به پرې ولګوي، چې مخکې به هېڅ نه وي لیدلي.

روسیه بیا پر اوکراین د برید نیت درلودلو خبرونه ردوي او په وینا یې هلته پوځي تمرینات کوي. روسي چارواکي وايي، هره برخه کې یې چې وغواړي خپل پوځونه ځای پر ځای کولای شي.