د امریکا او روسیې ولسمشران د اوکراین په اړه تېلېفوني خبرې کوي

روسیه او امریکا

د عکس سرچینه، Reuters

سپینې ماڼې د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ د پنجنشنبې په ورځ د تېلېفوني خبرو خبر ورکړی دی.

دا تېلېفونې خبرې داسې مهال کېږي چې د امریکا، متحدینو یې او روسیې ترمنځ د اوکراین پر سره ترینګلتیا ډېره شوې ده.

د سپینې ماڼې د ملي امنیت شورا د ویاندې ایملي هارن په وینا د روسیې او امریکا ولسمشرانو به د اوکراین پر پوله د روسي پوځیانو د ځای پرځای کېدو په ګډون پر بېلا بېلو موضوګانو خبرې وکړي.

یوه امریکايي مقام چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی د رویترز خبري اژانس ته ویلي دواړه ولسمشران به د نورو موضوګانو ترڅنګ د ایران د اتومي پروګرام په اړه هم خبرې وکړي.

په پام کې ده چې دا تېلېفوني خبرې نن د لندن په وخت ماښام اته نیمې بجې وشي.

آغلې هارن ویلي ولسمشر بایډن له اروپايي مشرانو سره د اوکراین پر پوله د روان وضعیت په اړه خبرې کړي او د ولسمشر بایډن اداره له ناټو، اروپايي ټولنې او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان سره هم په اړیکه کې ده.

مسکو په تېرو دوو میاشتو کې د اوکراین له پولې سره نژدي د لسګونو زرو پوځیانو له ځای پرځای کولو سره لویدیځ اندېښمن کړی دی.

روسیه پر اوکراین د برید کولو خبره ردوي او وايي دا یې حق دی چې په خپله خاوره کې خپل ځواکونه هر چېرته چې وغواړي ولېږدوي.

مسکو اندېښنه لري چې ګواکې لویدیځ اوکراین ته وسلې ورکوي او غواړي ډاډمن شي چې ناټو به د اوکراین په ختیځ کې خپل حضور نه ډېروي او ځانګړې وسلې به په اوکراین او نورو ګاونډیو هېوادونو کې نه ځای پرځای کوي.

د ولسمشر بایډن د ادارې چارواکي وايي په وروستیو اونیو کې د امریکا اندېښنې نه دې کمې شوې.

د رویترز خبري اژانس د رپوټ له مخې ځینو نورو امریکايي چارواکو بیا ویلي سره له دې چې په یو رپوټ کې ویل شوي چې روسیه به خپل ۱۰ زره پوځیان له اوکراین سره پولې نه په شا کړي خو دوی تراوسه ډېر کم داسې شواهد لېدلي چې دا خبره دې رښتیا وي.

یوه چارواکي چې نوم یې نه دې په ډاګه شوی ویلي ''موږ د بحران په شیبه کې یو او اوس څو اونۍ کېږي چې روسیې له اوکراین سره پر پوله پوځیان ځای پرځای کړي ځکه نو د لوړې کچې اقداماتو ته اړتیا ده چې د ترینګلتیا د کمولو لاره وموندل شي. ''

ډېره شونې ده چې ولسمشر بایډن نن په تېلېفونې خبرو کې خپل روسیې سیال ته یو ځل بیا یادونه وکړي چې که روسیه پر اوکراین برید وکړي نو د امریکا متحده ایالت به یې پرضد چټک اقتصادي بندیزونه ولګوي او دغه راز به ناټو ځواکمنه کړي.

د اغلې هارن په وینا د ولسمشر بایډن اداره له اوکراین او ناټو له هغو غړو هېوادونو سره چې له روسیې سره ګډې پولې لري هم په ژوره توګه په خبرو کې ښکیله ده.

یوه بل امریکايي چارواکي ویلي په پام کې ده چې ولسمشر بایډن د اوکراین له ولسمشر سره هم ډېر ژر خبرې وکړي.

روسیه امریکا

د عکس سرچینه، Reuters

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ته د روانې میاشتې په لومړیو کې هم خبردارى ورکړى و که د اوکراين پر وړاندې پوځي اقدام وشي نو پر مسکو به پياوړي اقتصادي بنديزونه ولګول شي.

په تېر ځل دوه ساعته ويډيويي کتنه او خبرو کې ښاغلي بايډن یو ځل بیا د اوکراين د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ملاتړ وکړ.

د ښاغلي بايډن د ملي امنيت سلاکار جېک سوليوان هغه مهال خبريالانو ته ویلي وو ولسمشر بایډن د تل په څېر ولسمشر پوتين سره ډانگ پېيلى وغږېد او مخامخ یې ورته وویل:

''که روسيه پر اوکراين بريد وکړي نو امريکا او اروپايي متحدين به يې په پياوړو اقتصادي بنديزونو ځواب ورکړي. ''