د روهېنګیا توکمو پر ضد د کرکې خپرولو له کبله له فېسبوک ادارې د ۱۵۰ میلیاردو ډالرو تاوان غوښتنه شوې

په میانمار کې د دوی پر ضد د تاوتریخوالي له پراخ کمپاین وروسته سلګونه زره روهېنګیا مسلمانان له میانماره وتښتېدل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په میانمار کې د دوی پر ضد د تاوتریخوالي له پراخ کمپاین وروسته سلګونه زره روهېنګیا مسلمانان له میانماره وتښتېدل

په بریتانیا او امریکا کې لسګونو روهېنګیا کډوالو د خواله رسنۍ فېسبوک ادارې خلاف عریضو کې ویلي، د دوی پر ضد یې له کرکې ډکو تبلیغاتو خپرېدو ته اجازه ورکړې ده.

دوی وايي، فېسبوک اړوند پاڼو د تاو تریخوالي ښکار لږکۍ پر ضد د تاوتریجن وضعیت په رامنځته کېدو کې رول درلود او له همدې کبله باید ۱۵۰ میلیارده ډالر تاوان ورکړي.

۲۰۱۷ کال کې د بودايي مذهبو اکثریت میانمار پوځي عملیاتو کې نژدې ۱۰ زره روهېنګیا مسلمانان ووژل شول.

فېسبوک ادارې چې اوس یې نوم میټا ته بدل شوی، د دې تورونو په هکله سملاسي څه نه دي ویلي.

د بریتانوي مدافع وکیلانو یوې ادارې فېسبوک ادارې ته په یوه لیک کې چې یوه کاپي یې بي بي سي لیدلې، ویل شوي فېسبوک اداره سره له دې چې په میانمار کې له سیاسي وضعیته خبر وو، نه ده توانیدلې، د روهېنګیا خلکو پر ضد د کرکجنو موادو خپرېدو مخه ونیسي.

په لیک کې راغلي د خیریه ادارو له خبرداري سره سره فېسبوک اداره نه ده توانېدلي په دې هکله کره شواهد راټول کړي او د ناسمو معلوماتو او کرکې خپرېدو مخه ونیسي.

د امریکا متحدو ایالتونو په سان فرانسسکو کې بیا مدافع وکیلانو محکمې ته وړاندې کړې عریضه کې پر فېسبوک اداره تور پورې کړی، چې ''د سویل ختیځې اسیا یوه کوچني هېواد کې یې د بازار نفوذ موندلو لپاره د روهېنګیا خلکو د ژوند بدل کې د سودا نیت درلود. ''

دوی د رویټرز خبري اژانس په تحقیقي رپوټ کې د یاد شویو معلوماتو یادونه کړې.

دې کې د ۲۰۱۳ کال یو فېسبوک پیغام هم شامل دی، چې وايي، ''موږ باید له دوی سره هغسې جګړه وکړو، چې هټلر د یهودانو پر ضد وکړه. ''

په یوه بل پیغام کې ویل شوي، ''تېل پرې توی کړئ او اور ورته کړئ، چې دوی ژر الله وویني. ''

فېسبوک په میانمار کې تر ۲۰ میلیونو پورې کاروونکي لري، چې ډېری هغو لپاره دا پاڼه د خبرونو یوازینۍ سرچینه ده.

فېسبوک ادارې ۲۰۱۸ کال کې د بشري حقونو لړ کې د یوه تحقیقي رپوټ له چمتو کولو وروسته منلې وه، چې د روهېنګیا توکمو پر ضد یې د تاوتریخجنو څرګندونو خپرېدو مخنیوي لپاره کافي هڅې نه دي کړې.