تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې اسلام ته د سپکاوي په تور د سريلانکايي وژنې احتجاجونه راپارولي
په پاکستان کې د قهریدلو کسانو لخوا اسلام ته د سپکاوي په تور د یوه سریلنکايي وګړي وژنه په دواړو هېوادونو کې د مظاهرو لامل شوې ده.
پریانتها دیاواډانا د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان په سیالکوټ کې د قهریدلو کسانو لخوا په وهلو وژل شو او بیا یې جسد ته اور واچول شو.
د پېښې په ځای کې اخیستل شویو ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې ښکاري چې څو کسان د هغه له سوځیدلي جسد سره تصویرونه اخلي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د پریانتها دیاواډانا وژنه غندلې او ویلي یې دي چې تراوسه له دې پېښې سره په تړاو له ۱۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي.
هغه د دغې پېښې ورځ د خپل هېواد لپاره ''د شرم ورځ ''بللې ده.
په سریلنکا کې د پریانتها دیاواډانا کورنۍ له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې دوی عدالت غواړي.
د هغه میرمنې نوریشي دیاواډانا پر دواړو هېوادونو غږ کړی چې د میړه د وژلو په اړه یې یوه بشپړه څېړنه ترسره کړي او په دې توګه له میړه او دوو ماشومانو سره یې عدالت وکړي.
هغې ویلي پر میړه یې په ''غیرانساني ډول بریدونه '' وشول.
د سریلنکا د لومړي وزیر غبرګون
د سري لنکا لومړی وزیر مهندرا راجا پکشا وايي ' 'هیله من دی، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به خپله ژمنه پوره کړي او د پېښې عاملین به عدالت ته راکاږي. ''
لومړي وزیر پکشا په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، دې پېښې سخت خواشینی کړی او د وژل شوي کس له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې.
دې پېښې ته غبرګون کې د سري لنکا لوبو او ځوانانو چارو وزیر نمل راجاپکسا وايي، که په ټولنه کې د سخت دریځۍ مخه و نه نیول شي، هر څوک له دې ډول پېښې سره مخامخېدای شي.
ښاغلي راجاپکسا په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:
''په پاکستان کې د سخت دریځو ډلې له لاسه د پریانتها دیاواډانا وژنه داسې پېښې ده، چې پرې پوهېدل سخت دي. په داسې حال کې چې زه د لومړي وزیر عمران خان هغه ژمنه ستایم چې وايي، عاملینو ته به سزا ورکړل شي، باید په یاد ولرو چې که سخت دریځو ته په ازادۍ سره د فعالیت اجازه ورکړل شي، هر څوک له داسې پېښې سره مخامېدای شي. ''
د یادونې ده، چې تېره ورځ (جمعه) د پاکستان پنجاب ایالت په سیالکوټ ښار کې قهریدلو ډلو د سري لنکا یو اوسېدونکی پریانتها کومارا چې د سیمې په یوه کارخانه کې یې دنده درلوده، وواژه او مړي ته یې اور ورته کړ.
ځايي پولیس وايي، د دې پېښې لړ کې یې یو مهم مشکوک کس نیولی دی.
له دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان، دغه برید یوهَ بوږنوونکې کړنه وبلله. ښاغلي خان ویلي، چې د پریانتا کومارا په نامه د دغه سړي په ژوندونې سوځونه د پاکستان لپاره د شرم ورځ ده او ژمنه یې کړې، چې په تړاو به یې د پلټنو بهیر پخپله وڅاري.
سیالکوټ کې څه پېښ شول؟
د عیني شاهدینو په خبره د یوې ځايي کارخانې کارګرانو کې ګنګوسه وه چې پریانتها کومارا دین ته سپکاوی کړی، وروسته کارګران د احتجاج لپاره بهر ته ووتل او په همدې ترڅ کې ځینې کسان بېرته کارخانې ورغلي او پریانتها کومارا یې وژلی دی.
د مرستندویه ادارې (ریسکیو) یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، نژدې ۱۱ نیمې بجې دوی د پېښې ځای ته داسې حال کې ورسېدل چې لږ شمېر پولیس سرتېري هلته بهر ولاړ وو او پر وژل شوي کس په کارخانه کې دننه تشدد شوی و.
دغه چارواکی وايي، د خلکو شمېر خورا ډېر وو، ''نه خو زموږ لپاره او نه هم د بل چا لپاره شونې وه، چې د وژل شوي کس ژغورنې لپاره څه وکړي. ''
د مرستندویه ادارې دا مسوول وايي، هلته له رسېدو نژدې یو ساعت وروسته دوی وتوانېدل د وژل شوي کس سوځول شوی مړی روغتون ته ورسوي.
د پېښې یوه بل عیني شاهد په خبره د کارخانې کارګرو تر ډېره احتجاج کاوه، د شاوخوا سیمې ځینې اوسېدونکي هم ورسره یو ځای شول او ځینې کسانو پاروونکې ویناوې وکړې.
د دې عیني شاهد په وینا وروسته یو شمېر کسان له وسلې، کوتکو سره کارخانې ته ننوتل او پریانتها کومارا یې وواژه.