ټویټر موسس جیک ډورسي د شرکت اجراییه مشر له دندې استعفا وکړه

د خواله رسنۍ ټویټر شریک موسس جیک ډورسي د شرکت اجراییه مشر دنده پرې ایښې. ټویټر اداره وايي، د نوموړی پر ځای به اوس د شرکت تخنیکي څانګې مسوول پراګ اګروال دا دنده سمبال کړي.

ښاغلی ډورسي له ۲۰۰۶ کال راهیسې د ټویټر انلاین راکړې ورکړې ادارې 'سکوئر ' مشري هم پر غاړه لري.

جیک ډورسي په یوه اعلامیه کې ویلي، 'شرکت پرمختګ ته چمتو دی او بالاخره زما د تلو وخت راورسېد. '

نوموړي د خپل ځایناستي پر وړتیا ډاډ څرګند کړی او په وینا یې اوس یې د مشري کولو وخت راغلی دی.

پراګ اګروال ۲۰۱۱ کال کې د ټویټر ادارې غړی شو او له ۲۰۱۷ کال راهیسې د دې ادارې تخنیکي څانګې مشري کوي.

د یادونې ده چې له تېر کال راهیسې یو شمېر پانګوالو د ادارې لپاره د یوه داسې اجراییه مشر غوښتنه کوله چې ټوله توجه یې یوازې پر ټویټر متمرکزه وي.

بل لور د جیک ډورسي ګوښه کېدو له اعلان وروسته د ونډو بازار کې د ټویټر ونډو بیه یو څه زیاته شوه او په بازار کې په موقت ډول د ونډو راکړه ورکړه، تم شوه.

۴۵ کلن جیک ډورسي ۲۰۰۶ کال کې له بز سټون، ایوان ولیمز او نوحا ګلاس سره په شریک ټویټر تاسیس کړ.

د ښاغلی ډورسي نوم د لومړنیو ټویټ پیغامونو او تر ټولو د ډېر وخت لپاره د اجراییه مشر په توګه د کار له کبله د ټویټر په پېژندګلوۍ بدل شوی و.

له ټویټر سره مینه لرم

د انلاین راکړې، ورکړې اپلېکشن 'سکوئر ' چمتو کولو لپاره جیک ډورسي ۲۰۰۸ کال کې د ټویټر اجراییه مشر دنده پرېښوده، خو ۲۰۱۵ کال کې د هغه وخت اجراییه مشر ډیک کوسټولو له استعفا وروسته نوموړي بېرته دنده سمال کړه.

تېر کې د ناسمو معلوماتو خپرولو لړ کې د ټویټر احتمالي لاس درلودلو پوښتنو ګروېږنو لپاره څو ځله جیک ډورسي د امریکايي سیاستوالو پر وړاندې ناست ولیدل شو.

د نورو خواله رسنیو په څېر ټویټر هم تورن شوی، چې ګواکې یو اړخیز سیاسي چلن کوي.

ویل کېږي، د ټویټر ونډو کې د پاموړ برخې څښتن شرکت 'ایلیوټ ' ۲۰۲۰ کال کې له جیک ډورسي غوښتي وو، چې د اجراییه مشر دنده پرېږدي.

ادعا کېده چې یاد شرکت د ټویټر لپاره د یوه داسې مشر غوښتنه کوله چې ټوله توجه یې همدې ادارې ته وي، خو د تېر کال پای کې د یوه توافق له مخې ښاغلی ډورسي پر خپله دنده پاتې شو.

بل لور د ښاغلي ډورسي له اعلان وروسته د خواله رسنۍ ګڼ شمېر کاروونکو د نوموړي خدمتونه ستایلي دي.

د امریکا مشهور کاروباري شخصیت پېټریک ډېوډ وايي: ''دا اسانه چاره نه وه، فکر کوم مناسبه ده چې ووایو، تاسو داسې یو شرکت چمتو کړ، چې نړۍ یې بدله کړه. ''

هندۍ لیکواله سنجوکتا باسو وايي: ''له وخت نه مو مننه، ښې چارې مو تر سره کړې، یوه دوره تېره شوه. ''

ځینې کارنو بیا له جیک ډورسي غوښتي چې له تلو مخکې باید د دوی تړل شوي ټویټر حسابونه بېرته فعال کړي.