تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د 'ایکو' سازمان ناسته کې پر افغانستان خبرې وشوې، خو افغان استازی پکې نه و
د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د غړو هېوادونواستازو نن یکشنبه د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې خپله پنځلسمه ناسته کې د افغانستان پر روان اقتصادي او بشري وضعیت خبرې وکړي.
خو سږ کال د افغان دولت په استازیتوب هېچا ته پکې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي خپله وینا کې یادې غونډې ته وویل، د افغانستان د خلکو شتمنۍ کنګلول د ژمي له یخنۍ هم ډېر درد لري.
نوموړي د افغان دولت هغو لس میلیارده ډالرو ته اشاره کوله چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د امریکا او اروپایي ټولنې لخوا کنګل شوي دي.
ایراني ولسمشر وویل، د ژمي له راتلو سره د افغانستان وګړي تر هر وخت ډېر اقتصادي مرستو او سونتوکو ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه، ایکو سازمان په تېرو لسیزو کې د افغانستان اقتصادي پرمختګ کې جوته مرسته کړې، او باید راتلونکي کې هم دا مرسته دوام وکړي.
ابراهیم رئیسي همدا راز ژمنه وکړه چې ایران د افغانستان خلکو سره هر ډول مرستې، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو زدکړو برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د شنبې پر ورځ یادې غونډې ته خپله وینا کې وویل، په سیمه کې د انرژۍ د لېږد پروژو لپاره سوله او ثبات مهم دي.
نوموړي وویل، د ټاپي ګازو نللیکې، د کاسا-۱۰۰۰ پروژې او همدا راز د ترمز-مزار شریف او د کابل-پېښور ترمنځ د اورګاډي پټلیو پروژو لپاره باید افغانستان سره سملاسي مرسته وشي.
ښاغلي قریشي وویل، د سیمې هېوادونه باید طالبان وهڅوي چې ټولګډونی حکومت جوړ کړي، بشري حقونو او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او افغانستان کې بشپړ ثبات لپاره د ترهګرو پر ضد ګامونه واخلي.
هغه وویل، افغانستان کې د ثبات لپاره د شپږو ګاونډیو هېوادونو هغه ناستې چې پاکستان پیل کړې دي، یو اغېزناک ګام دی.
یاده دې وي چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف تېره میاشت کابل کې له طالب چارواکو سره کتلي وو او پر اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او همدا راز د پراختیایي پروژو د امنیت په اړه یې ورسره خبرې کړې وې.