تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې بېوزلي: مرستندويه ټولنې وايي له روغتيايي کړکېچ سره مخ دي
افغانستان کې ډاکټرانو او مرستندويه ټولنو بي بي سي ته ويلي، دغه هېواد د نړيوال ملاتړ نشتوالي له امله له يوه پراخ روغتيايي کړکېچ سره مخامخ دی.
له کابل بهر يو کلينيک کې کارکوونکو ويلي، وېره یې دا ده، چې هېواد کې به يې درمل ډېر ژر خلاص شي.
له هغه راهيسې چې دا تېر اګست طالبانو پر افغانستان ولکه کړې، د نړيوال بانک مالي ملاتړ درېدلی، او اقتصادي کړکېچ د ژوند پر هره برخه ناوړه اغېز کړی دی. افغانستان له وړاندې روغتونو او روغتيا چارو کې له ستونزو سره مخامخ و.