تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د انسټاګرام په هکله پلټنه کېږي چې څنګه ماشومانو ته رسېږي
د امریکا متحدو ایالتونو کې د یو شمېر ایالتونو چارواکي وايي، هڅه کوي پوه شي چې سره له دې چې ماشومانو ته احتمالي خطر لري، خواله رسنۍ انسټاګرام څنګه تر ماشومانو پورې رسېږي.
دغه چارواکي د انسټاګرام او فېسبوکبوک ګډ شرکت میټا په هکله څېړنه کوي، چې د مشتریانو خوندیتوب له قوانینو یې سرغړوونه کړې او که نه.
دا چاره د شرکت هغو رازونو له افشا کېدو وروسته تر سره کېږي، چې ویل شوي، شرکت ته معلومه ده، چې تولیدات یې پر ماشومانو ناوړه اغېز کوي.
بل لور د پنجشنبې پر ورځ د میټا یوه ویاند پر روغتیا د ناوړه اغېز په هکله د دې رسنیو اغېز رد کړ.
د ماساچوسټش ایالت دیموکراتې لویې څارنوالې ماورا هیالې چې لومړی ځل یې دا پلټنه اعلان کړې، په یوه ټویټر پیغام کې وویل:
''فېسبوک یا میټا ته معلومه وه، چې انسټاګرام له ژور خفګان، ناسم خوراک او په ځوان کول کې له ځانوژنې سره تړاو لري. موږ به وګورو که له کوم قانونه سرغړوونه شوې وې او ناوړه کړنه به پای ته ورسوو. ''
د نیویارک لویه څارنواله لیتیتیا جېمس په دې هکله وايي: دا خواله رسنۍ خورا خطرناکې دي او ثابته کړې یې ده، چې د ځوانانو د فزیکي او رواني روغتیا لپاره زیانمنونکې دي.))
فېسبوک چې د انسټاګرام او وټس اپ ملکیت هم لري، تېره میاشت له یو شمېر ناندریو وروسته خپل نوم میټا ته بدل کړ.
د دې شرکت یوه ویاند بیا دا تورونه ردوي. د شرکت له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي دي:
''دا تورونه جعلي دي او د حقایقو په پوهېدو کې ژور ناسم پوهاوی ښيي. ''
د تازه پلټنې خبره د فېسبوک شرکت یوې پخوانۍ کارکوونکې فرانسس هوګین له لوري د ګڼ شمېر رازونو له افشا کېدو وروسته مخې ته راځي.
نوموړې د امریکا کانګرېس غړو پر وړاندې د شاهدۍ په بیان کې ویلي و، شرکت مسوولین پوهېدل چې دا رسنۍ د ماشومانو پر روغتیا ناوړه اغېز کولای شي، خو بیا یې هم خپل تولیدات کم عمره کسانو ته وړاندې کړي دي.
په سپتمبر کې د امریکا ۴۰ ایالتونو لویو څارنوالانو له غوښتنې وروسته دې خواله رسنیو د یوه داسې اپلیکشن پیلول لغوه کړل، چې تمرکز به یې پر ماشومانو و.
د نورو خواله رسنیو په څېر انسټاګرام هم له خپلو کاروونکو غواړي چې باید عمر یې له ۱۳ کالو پورته وي، خو دې رسنۍ منلې چې دوی پوهېږي د ځینې کاروونکو عمرونه یې له دې هم کم دي.