تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په نبو ي جومات کې د عکسونو اخیستونکي یهودي انسټاګرام وتړل شو
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
د اسراییلي یهودي د انسټاګرام حساب وروسته له هغه وتړل شو چې مسلمانانو احتجاج وکړ، دا په پاکستان کې د چاپیدونکې ډان ورځپاڼې د یو مطلب سرلیک دی او لیکي :روسیه کې د زېږېدلي اسراییلي یهودي تصویرونو او ویډیوګانو چې په مسجد نبوي کې یې اخیستې وې د مسلمانانو غوسه وپاروله او خلکو پر فېسبوک پاڼو په دې هکله احتجاجونه وکړل چې په پایله کې یې د ۳۱ کلن بن صحیون د انسټاګرام حساب وتړل شو.
دغه اسراییلي تر دې وړاندې په ایران، لبنان، اردن، او سعودي عربستان کې په نورو جوماتونو کې هم خپلې ویډیوګانې او تصویرونه اخیستي و او پر خپلو ټولنیزو پاڼو یې خپاره کړي وو. * نبوي جومات کې د اسرائیلي عکس پر ټویټر غوسه راپارولې
ګارډین:
برتانیا کې چاپېدونکې ګارډین ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي، د پاکستان یوې محکمې حکم کړی چې حافظ سعید دې له نظر بندۍ خوشي شي.
پر نوموړي تور دی چې په ۲۰۰۸ کال کې د هند په ممبي کې یې په خونړیو بریدونو کې لاس درلود.
ورځپاڼه لیکي، د پاکستانۍ محکمې دا ګام ښايي له امریکا سره د پاکستان اړیکې لاپسې خرابې کړي ځکه چې امریکا د هغه پر سر د لس میلیونو ډالر انعام ایښی او ملګرو ملتونو د هغه ګوند جماعت الدعو ترهګره ډله بللې ده.
د ګارډین د لیکنې له مخې حافظ سعید څه کم یو کال نظر بند و خو په لاهور کې د لوړې محکمې له پرېکړې وروسته هغه ازاد دی.
هند او امریکا وايي همدې حافظ سعید د ممبي په بریدونو کې لاس درلود چې ۱۶۶ کسان په کې ووژل شول.
واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په میانمار کې د روهنګیا مسلمانو په اړه په یوه مطلب کې لیکلي، پرون چهارشنبه د نومبر ۲۲مه، د امریکا متحده ایالاتو په میانمار کې د روهنګیا مسلمانو پرضد تاوتریخوالی او وژنې د توکم پاکونې لپاره وبللې او د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن خبرداری ورکړ چې پر میانمار به بندیزونه ولګوي.
وروځپاڼه لیکي ښاغلي ټیلرسن د میانمار پوځ او نور امنیتي ځواکونه تورن کړل چې روهنګیا مسلمانان یې وژلي او د تاوتریخوالي له امله له راخاین ایالت نه څه باندې ۶۰۰ سوه زره روهنګیایان بنګله دېش ته تښتیدلي دي. واشنګټن پوست لیکي ښاغلي ټیلرسن د میانمار له حکومته غوښتنه کړې چې پوځ یې باید بشري حقونو ته درناوی وکړي او هغو کسانو ته جزا ورکړي چې سرغړونې یې کړې دي.
نیویارک ټایمز:
د یمن جګړه یوه غمیزه ده، ایا یو جرم هم دی؟ دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه مطلب عنوان دی او لیکي: وچکالي، خپریدونکې ناروغۍ او ژوونکې هوايي بریدونه د یمن د خلکو چې له بشري بحران سره مخامخ دي ورځني حقیقتونه دي. اخوا د ملګرو ملتونو کارپوهانو جګړې کې ښکیلو غاړو، د سعودي په مشرۍ ایتلاف او حوسي یاغیانو ته چې ایران یې ملاتړ کوي خبرداری ورکړی، چې د دوی ځینې اقدامات ښايي د بشریت پرضد جرمونه وګڼل شي.
ورځپاڼه لیکي که څه هم د سعودي په مشرۍ ایتلاف له خوا یمن ته د هوايي او ځمکنیو لارو په تړل کېدو کې یو څه نرمښت راوستل شوی خو بیا هم د یمن ولسي خلک له همدې امله له هغو بشري مرستو بې برخې پاتې دي چې سخته اړتیا ورته لري.
ورځپاڼه پوښتنه کوي چې د جګړې کومې برخې د بشري ضد جرمونه ګنل کېدای شي؟ او که ګڼل کېږي نو د مجرمانو پرضد څه ترسره کېدای شي؟