تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند پلازمېنې هوا له دیوالي مراسمو وروسته زهرجنه شوې
د هند پلازمېنه ډیلي کې د رنګونو او رڼا اختر دیوالي پر دویمه ورځ د پلازمېنې اسمان خړ پړ ښکاري او د هوا کچه تر خطرناک بریده ککړه شوې ده.
د حکومت له بندیز سره سره د دې ښار ډېرو برخو کې تېره شپه خلکو د دیوالي مراسمو لمانځلو په موخه اورلوبې کړې.
ډیلی د صنعتي او موټرو لوګو، دوړو او ناوړه موسم له کبله وار له مخه د نړۍ هغو پلازمېنو په لومړي سر کې دی، چې هوايي یې ډېره ککړه ده.
په مني کې چې د ډیلي شاوخوا سیمو کروندګر د خپلو کروندو کې پلالې ته اورونه ورته کړي، د دې ښار هوا نوره ورسره زهرجنه شي.
په دې موسم کې ډیلي کې بادونه سوکه چلېږي چې له کبله یې د دیوالي په مناسبت د کاروول شویو اورلوبو زهرجن لوګي د ډیلي ښاریانو لپاره د ساه اخیستل لا ستونځمن کړي.
د خواله رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو د دیوالي په مناسبت له بندیز سره سره د اور لوبو شکایتونه کړي.
د هوا ککړتیا حکومتي څارونکي وايي، د ډیلي ځینو سیمو په هوا کې د جمعې پر ورځ د ککړتیا ذراتو شمېر د یوه کیوبک میټر لپاره ۹۹۹ ریکارډ شوی دی.
په ځینې نورو سیمو کې بیا د یوه کیوبک میټر لپاره دا شمېر د پنځه سوه شاوخوا یا له دې هم زیات اټکل شوی، چې ''خطرناک '' بلل کېږي.
د هوا معیار معلومولو شاخص له مخې د صفر او پنځوس تر منځ دغه ډول کچه ''ښه '' بلل کېږي، له ۵۱ تر سلو پورې بیا د ''قناعت وړ '' کچه بلل کېږي.
هند حکومت سږ کال د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره د دیوالي مراسمو پر مهال د اورلوبو په کاروولو بندیز لګولی وو، خو تېره شپه داسې معلومېده چې ډیلي ښاریانو دې بندیز ته ډېره توجه و نه کړه.