سعودي کې هغه سړی خوشی شوی، چې ماشومتوب کې نیول شوی او په اعدام محکوم شوی و

سعودي عرب کې هغه سړی له زندانه خوشی شوی، چې د ماشومتوب پر مهال د احتجاجونو په تړاو د اعدام په سزا محکوم شوی و.

د سعودي عرب شیعه لږکۍ اړوند علي النمر ۲۰۱۲ کال کې د نیول کېدو پر مهال ۱۷ کلن و.

۲۰۱۴ کال کې یوې محکمې د نوموړي سر غوڅولو امر کړی و.

په تېره فبرورۍ میاشت کې سعودي پاچا د یو شمېر جرمونو لړ کې د ماشومانو لپاره د اعدام سزا پای ته ورسوله او ورسره النمر ته اورول شوې سزا هم لغوه شوه.

سعودي عرب له هغو هېوادونو یو دی چې د اعدام سزا په کې خورا ډېره عملي کېږي.

دغه هېواد کې د پروسږ کال جنورۍ او جولای میاشتو تر منځ چې دغه هېواد د جي - ۲۰ هېوادونو ټولنې مشري کوله، د سږ کال همدې موده کې لږ تر لږه ۴۰ کسانو ته د اعدام سزا ورکړه.

علي النمر د سعودي عرب د مشهور شیعه دیني عالم شیخ نمر النمر ورارده دی، چې سعودي حکومت ۲۰۱۶ کال کې د ترهګرۍ یوه قضیه کې په اعدام محکوم کړ.

شیخ النمر د هغو احتجاجونو سخت پلوی و، چې له عرب پسرلي پاڅونه په الهام ۲۰۱۱ کال کې د سعودي ختیځو سیمو کې پیل شوي وو.

د سعودي عرب شیعه لږکۍ اړوند کسان د هغو احتجاجونو مخکښان وو، چې له اوږدې مودې راهیسې د دغه هېواد د سني شاهي حکومت له لوري یوې څنډې ته د کېدو شکایت کوي.

علي النمر د ۲۰۱۲ کال فبرورۍ کې له نیول کېدو سملاسي وروسته د ترهګرۍ ضد محکمه کې ''له واکمن سره د بې وفايي، د هېواد ضد یو شمېر شعارونو بدرګه کولو '' او پر پولیسو د ډبرو ګوزارونو په تور محکوم شوی و.

نوموړي هغه مهال پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي وو او محکمې ته یې ویلي و، امنیتي چارواکو د زور زیاتي له لارې 'اعتراف ' ترې اخیستی.