تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فلمی ستوري شاه رخ خان د زوی ارین خان ضمانت منل شوی دی
د هند فلمي ستوري شاه رخ خان زوی په یوه مېلمستیا کې د مخدره توکو کاروولو په تړاو له نیول کېدو ۲۶ ورځې وروسته په ضمانت خوشی کېږي.
۲۳ کلن ارین خان د اکتوبر پر دویمه له ممبۍ - ګوا سیمې ته پر لاره یوې بېړۍ نیول شوی و.
د هند مخدره توکو کنټرول ادارې (این سي بي) نوموړی د غیر قانوني نشه يي موادو ساتلو او پلور قضیه کې نیولی و.
خو ارین خان پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.
دغه راز د نوموړي مدافع وکیل پرلپسې محکمې ته ویل، چې د ممثل شاه رخ خان زوی نه خو کوم مخدره توکي کاروولي او نه هم ''داسې کوم ثبوت موندل شوی چې دغه ډول مواد یې له ځان سره ساتلی دي. ''
له دې مخکې اکتوبر میاشت کې یوې محکمې دوه ځله د ارین خان ضمانت درخواست رد کړی او مدافع وکیلانو یې له هغه وروسته د ممبۍ عالي محکمې ته د ضمانت لپاره عریضه وکړه.
ځانګړې محکمې په دې قضیه کې د دوو نورو تورنو کسانو د ضمانت درخواستونه هم رد کړي وو.
په مخکینۍ محاکمه کې څارنوالانو دریځ دا و چې ځوان کول کې د مخدره توکو کاروولو مسئلې ته باید ''جدي کتنه وشي. ''
څارنوالو دغه راز غوښتنه کوله چې ارین خان باید له ۱۷ نورو تورنو کسانو سره په ورته توګه محاکمه شي او پر همدې بنسټ باید په ضمانت خوشی نه شي.
این سي بي چارواکو د اکتوبر پر دویمه ارین خان له روانې بېړۍ کوز کړی و او له پوښتنو ګروېږنو وروسته یې نیولی و.
د چارواکو په وینا دوی ته معلومه شوې وه، چې دې بېړۍ کې مخدره توکي ساتل شوي او کاروول شوي دي.
بل لور په دې قضیه کې یوه مهم عیني شاهد اوس ادعا کړې چې په این سي بي دفتر کې پر تشو پاڼو ترې په زور لاسلیک اخیستل شوی دی.
د محکمې پر وړاندې عیني شاهد پربهاکر سایل چې وايي، د یوه شخصي څارنوال کرن ګوساوي ساتونکی دی، دا ادعا کړې.
سایل دغه راز ادعا کوي چې ژوند ته یې خطر متوجه دی. ګوساوي پر بېړۍ د این سي بي چارواکو د چاپې پر مهال هلته و او د ارین خان له نیول کېدو وروسته له هغه سره په یوه سیلفي تصویر کې لیدل شوی دی.