شاه رخ خان: زوی مې ارین خان تمثیل نه کوي

    • Author, نصرت جهان
    • دنده, بي بي سي لندن

یوه لور ته د بالیووډ ځینې مشهور ستوري لکه شاه رخ خان، عامر خان او اکشې کومار نن هم پرلپسې بریاوې مومي، نو بل لور ته د هند فلمي صنعت کې یو نوی کول او د ځینې مشهورو کسانو اولادونه هم د پېژندګلوۍ موندلو لپاره هڅه او هاند کوي.

د ډېوډ دهون زوی ورون دهون، د ادیته پنچولي زوی سورج پنچولي او د سنیل شیټهي له لور عطیه شیټهي وروسته اوس د سري دیوي لور جهانوي کپور او د سیف علي خان لور ساره علي خان فلمي نړۍ ته راغلې.

داسې حال کې چې اوس د فلمونو مینه وال د سیف علي خان زوی ابراهیم علي خان، د عامر خان زوی جنید او په ځانګړې توګه د شاه رخ خان زوی ارین او لور سهانا ته سترګې پر لار دي، چې د سینما پر پرده يې وویني، د 'زیرو ' نومي نوي فلم تبلیغاتي کمپاین پر مهال شاه رخ خان یوه نوې خبره وکړه.

شاه رخ خان وايي، لور یې سهانا فلمونو کې تمثیل ته تمایل لري، خو په خبره یې زوی یې ارین خان تمثیل ته هيڅ زړه نه ښه کوي، بلکې غواړي فلم ساز شي.

د شاه رخ خان په وینا تل یې خپلو ماشومانو ته حق ورکړی چې د خپل راتلونکي پرېکړه پخپله وکړي.

بل لور ته د ساره علي خان فلم دوو ورځو کې ۳۲ میلیونه روپۍ ګټلې، چې د فلمي ماهرینو په وینا ښايي دغه فلم د لیدونکو خوښ شوی دی.

پر دغه فلم نیوکې هم شوې او د اترکهنډ ایالت ځینې سیمو کې له دې کبله پرې بندیز لګول شوی، چې ګواکې له کبله به یې د 'مینې جهاد ' ته لیوالتیا ډېره شي او دا ځکه چې فلم کې اتل یا مرکزي نارینه رول مسلمان او ښځینه مرکزي رول د یوې هندوې ښځې په بڼه ښوول شوي دي.