تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین د افغانستان-تاجکستان پولې ته نږدې د تاجک پولیسو لپاره اډه جوړوي
د تاجکستان یوه جګپوړي چارواکي پنجشنبه وویل، چین ژمنه کړې ده چې د تاجکستان پولیسو لپاره به د افغانستان-تاجکستان پولې ته نږدې یوه اډه جوړوي.
د تاجکستان د پارلمان یوه ویاند د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، ولسي جرګې یې وار د مخه د دې اډې جوړېدو ته اجازه ورکړې.
د هغه په وینا، ټاکل شوې ده چې دا اډه بدخشان ته نږدې د تاجکستان په اشکاشم سیمه کې جوړه شي.
دې ویاند زیاړه کړې چې د اډې د جوړولو ټول لګښت چین پر غاړه اخیستی او له چمتو کېدو وروسته به د تاجکستان پولیسو ته سپارل کېږي.
د تاجکستان د پارلمان دې ویاند همدا راز ویلي، چین د دې اډې جوړولو لپاره د ۸ نیم میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړې ده.
د دې اډې جوړېدل د چین او تاجکستان ترمنځ د پراخېدونکو امنیتي همکاریو څرګندونه کوي.
رپوټونه وایي، بیجنګ له دې مخکې هم د تاجکستان په جنوب ختیځ کې د پولیسو یوه اډه جوړه کړې ده.
دا دواړه هېوادونه په دې اړه اندېښنه لري چې ایا طالبان به افغانستان کې د سخت دریځو ډلو د فعالیت مخنیوی وکړای شي او که نه.
خو بل لور ته د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په دې تړاو خبریالانو ته ویلي، د دې رپوټونو په اړه مالومات نه لري.
چین د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هڅه کوي له دې ډلې سره نږدې اړیکې وپالي.
خو بیجنګ په کلکه له طالبانو غواړي چې هغه وسلوال وځپي چې د چین په شینجیانګ ایالت کې له مسلمانو اویغور بیلتون پالو سره خواخوږي لري.
بل لور ته تاجکستان د مرکزي اسیا یوازینی هېواد دی چې له طالبانو سره یې اړیکې نه دي ټینګې کړې او بیا بیا یې ټینګار کړی چې افغانستان کې به د دې ډلې حکومت په رسمیت ونه پېژني.
افغانستان او تاجکستان خپلو کې ۱۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په دې سیمو کې د سخت دریځو ډلو د فعالیت په اړه ندېښنه ښودلې.
د سیمې یو بل ځواکمن هېواد، روسیه، وار د مخه تاجکستان کې لویه پوځي اډه لري او مسکو خبرداری ورکړی چې که د افغانستان له خاورې مرکزي اسیا ته امنیتي ګواښ پېښ شي نو جدي اقدام به کوي.