پوتين: داعش او نورې ډلې له افغانستانه منځنۍ اسيا او روسيې ته د نفوذ هڅه کوي

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين وايي د اسلامي دولت نومې ډلې او نورو وسله والو ډلو زرګونه وسله وال د افغانستان په شمالي ولایتونو کې را ټول شوي او هڅه کوي د منځنۍ آسیا هېوادونو او روسیې ته نفوذ وکړي.

ولادیمیرپوتین چې د پخواني شوروي اتحاد د غړو هېوادونو د ټولنې سرمشریزې ته یې وینا کوله ټېنګار وکړ، چې د طالبانو د ادارې په رسمیت پېژندلو کې بیړې ته اړتیا نشته، خو اړینه ده چې ورسره تعامل وشي.

دا غونډه چې په انلاین بڼه ترسره شوه خبرې په کې ډېره د افغانستان او سیمې پر وضعیت څرخېدي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، "زموږ د معلوماتو له مخې د افغانستان په شمال کې یوازې د اسلامي دولت ډلې شاوخوا دوه زره وسله وال ځای پر ځای شوي. د دوی مشران د توکمیزو او مذهبي شخړو او د مذهبي کرکې د پارولو له لارې د منځنۍ آسیا هېوادونو او د روسیې شاوخوا سیمو ته د خپل نفوذ د غځولو پلانونه جوړوي. ترهګر هڅه کوي د پخواني شوروي اتحاد ټولنې غړو هېوادونو ته د کډوالو په توګه رسېدل غواړي".

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپله وینا کې د ځینو ډلو نومونه هم یاد کړل او ټېنګار یې وکړ چې دا ډلې پر سیمه ډېر ښکاره تمرکز لري.

نوموړي زياته کړه "د پخواني شوروي اتحاد د ټولنې غړو هېوادونو ته نژدې د ترهګرو او سخت دریځو ډلو جوت تمرکز دی، لکه اسلامي دولت ډله، د ازبکستان اسلامي تحریک، جماعة انصاراله، القاعده او نور ډلې".

دا له یوې اوونۍ په لږه موده کې دویم ځل دی چې د روسیې ولسمشر افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې او نورو وسله والو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه ښيي او د منځنۍ آسیا او روسیې لپاره یې د یوه امنیتي ګواښ په توګه یادوي.

څو ورځې وړاندې ښاغلي پوتین په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې د پخوانیو وسله والو غړو په اړه د خبرداري په بڼه هم ویلي وو چې دا کسان افغانستان ته لېږدېږي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي له طالبانو یې تمه ده چې د دې اندېښنې چاره وکړي.

د طالبانو یوه ویاند له منځني ختیځه د داعش ډلې د غړو د لېږدو په اړه رسنیو ته ویلي چې "دا نه تاییدوي او له منځني ختیځه د داعش وسله والو لېږدول له امکانه لرې خبره ده".

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين د طالبانو د ادارې په رسمیت پېژندلو مسلې ته هم اشاره کړې، نوموړي ويلي اړتیا نشته چې د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندلو کې بيړه وشي خو وايي "پوهېږي چې له طالبانو سره تعامل ته اړتیا لري".

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف انټرفاکس خبرې اژانس ته ویلي چې د طالبانو استازي مسکو کې یوه غونډه کې برخه اخلي. دې غونډه کې د ایران، چین او پاکستان استازي هم ګډون کوي.

په افغانستان کې د داعش ډلې له خوا د پرله پسې بریدونو او د سیمه ییزو هېوادونو اندېښنو ته په کتو د دې ډلې له خوا د پېښ ګواښ په اړه پوښتنې ورځ تر بلې زیاتېږي.