تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسيه: د تاجکستان- افغانستان پر پوله د تاوتريخوالي په صورت کې به 'پرېکنده عمل کوو'
د روسيې حکومت ويلي چې د افغانستان او تاجکستان تر منځ د پولې په اوږدو کې وروستيو بدلونه ته په پام او د اړتيا په صورت کې له تاجکستانه د ملاتړ کولو ته چمتو دي.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له هغه راهيسې چې طالبانو افغانستان کې واک ترلاسه کړی پر وړاندې يې سخت دريځ غوره کړی دی. ويل کېږي د طالبانو ضد مقاومت ځينې مشران د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د حکومت تر حفاظت لاندې دي.
ځينو طالب مشرانو په دې وروستيو کې خبرداری ورکړی چې تاجکستان بايد د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونکړي. تاجکستان هم له افغانستان سره خپلې پولې ته سرتېرې استولي دي او وايي طالبانو په زرګونو سرتېري په تخار او له تاجکستان سره نژدې نورو سيمو کې ځای پر ځای کړي دي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا يوې خبرې غونډې ته وويل، "روسيه هيله لري چې طالبان به له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د امنيتي ګواښونو د مخنيوي په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي".
نوموړې وويل، "که اړتيا وي، موږ به د روسيې او تاجکستان د اتحاد او ستراتژيک شراکت له مخې پرېکړه وکړو او اوس روسيه د تاجکستان سرحدي چارو پياوړي کولو کې مرسته کوي".
د اغلې ماريا په وينا د روسيې ۲۰۱ پوځي اډه چې تاجکستان کې ده د دغه هېواد د حکومت د ملاتړ په موخه د اړتيا په صورت کې په بشپړ ډول مجهره ده.
نوموړې زياته کړه چې روسيه له طالبانو سره خپلې اړيکي کاروي چې ترڅو هغوی وهڅوي چې افغانستان کې ټول ګډونی حکومت جوړ کړي.
په ورته وخت کې روسيې طالبانو ته بلنه ورکړې چې روانه میاشت په مسکو د افغانستان په اړه جوړېدونکې نړيواله غونډه کې ګډون وکړي.
د افغانستان لپاره د ولسمشر پوتين ځانګړي استازي ضمير کابلوف د پنجشنبې پر ورځ ويلي وو چې د اکتوبر پر ۲۰ مه به د مذاکراتو يو پړاو ترسره شي.
روسيې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان په اړه د څو نړيوالو غونډو کوربتوب کړی چې د طالبانو مشران او نورو افغان سياسي شخصيتونو په کې ګډون درلود.