کابل کې د چین سفیر بګرام کې د خپل هېواد ځواکونو شتون رپوټونه رد کړل

افغانستان کې د چين سفير وانګ يو، بګرام کې د چينايي ځواکونو د حضور په تړاو ناتاييد شوي خبرونه رد کړي او ګنګوسې يې بللي.

تېرو دوو ورځو کې پر خواله رسنيو داسې خبرونه خپاره شول چې گواکې د چين پوځي الوتکې د بگرام په هوايي ډګر کې ناستې او بيا بېرته الوتې دي.

خو ښاغلي وانگ پر خپلې ټوېټر پاڼې ليکلي، 'هغوى چې د بګرام په هوايي ډګر کې د چينايي ځواکونو د حضور په تړاو ګنګوسې خپروي، خپلې پټې موخې لري. '

چين له طالبانو سره ښه اړيکي پالي او د دغه هېواد سفارت يو له په ګوتو شمېر استازوليو دى چې لا هم کابل کې فعال دی، خو دغه هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

تېره اونۍ د امریکا متحدو ایالتونو مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل هېواد پر اوسني حکومت له افغانستانه د وتلو لړ کې د نیوکې په ترڅ کې وویل:

''موږ هلته یوه ښایسته او ستره پوځی اډه درلوده، چې میلیاردونه ډالره لګښت پرې شوی و، او بې له دې چې څراغونه یې مړه کړو، له هغه ځایه ووتلو. ''

نوموړي زیاته کړه، ''خبریاست اوس څوک هلته زموږ ټول نظامي تجهیزات کنټرولوي؟ چین! ''

چین د سپتمبر وروستیو کې د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې غوښتنه وکړه چې پر افغانستان دې لګول شوي اقتصادي بندیزونه چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته لګول شوي ژر تر ژره لرې شي.

رویټرز خبري اژانس رپوټ کې هغه وخت د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي له قوله پرون چارشنبه ( سپتمبر۲۲) په یوه بیان کې ویلي د افغانستان کنګل شوې پانګه د دغه هېواد ملي سرمایه ده او باید د ده په وینا د دغه هېواد خلک یې وکاروي او په کار نه ده چې د سیاسي فشار د یوې وسیلې په توګه وکارول شي.