د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر کابل ته تللی

د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر کابل ته تللی او د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر سره یې لیدلي دي. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه ټویټر پیغام کې د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر له قوله ویل شوي چې له افغانستان سره به یې د هېواد اړیکي د نورو مسایلو له اغېر پرته پر ګډو ګټو متمرکزې وي.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف ویلي، هېواد به یې له افغانستان سره د ټرانزیټي، سوداګریزو او انرژۍ برخه کې پر خپلو ژمنو ودریږي.

کابل ته د قطر بهرنیو چارو د وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني له سفر وروسته ښاغلی کاملوف د بهرنیو چارو دویم وزیر دی، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان ته سفر کوي.

خو بل لور نژدې دوې میاشتې کېږي، چې طالبانو د کابل کنټرول ترلاسه کړی او سرپرسته کابینه یې اعلان کړې، خو د نړۍ یوه هېواد یې هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

ازبکستان د افغانستان وارداتي برېښنا ۷۷ سلنه پوره کوي او پاتې نوره برخه له تاجکستان او ایران واردیږي.

تېره اونۍ والسټریټ ژورنال خبري شبکې په خپل رپوټ کې وویل، که افغانستان د وارداتي برېښنا لړ کې ۹۰ میلیونه ډالره پور پرې نه کړي، چې تېرو څو میاشتو کې پرې پاتې دی، ښايي له برېښنا محروم شي.

وروسته د بلومبرګ په یوه رپوټ کې وویل شول چې د افغانستان (برېښنا) شرکت د ملګرو ملتونو له استازولۍ (یوناما) غوښتي چې د بشردوستانه مرستو په توګه د هېواد وارداتي برېښنا پور پرې کړي، خو یوناما مسوولینو وروسته وویل، له دوی داسې کومه غوښتنه نه ده شوې.