ډونلډ ټرمپ د خپلې خواله رسنۍ فعالولو اعلان وکړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی، چې د خواله رسنۍ یوه شبکه فعالوي، چې د رښتیا ټولنیزې نوم ورکړل شوی دی.
نوموړی وايي، د ده دا نوې شبکه به د ''لویو تکنالوژۍ شرکتونو د ظلم پر وړاندې ودرېږي. '' چې نوموړي په امریکا کې د مخالفنیو د غږ په غلي کولو تورن کړل.
ټرمپ رسنیز او تکنالوژي ډله 'ټي ایم ټي جي ' چې مشري یې خپله ډونلډ ټرمپ کوي وايي، د ګډونوالو غوښتنې په صورت کې د ویډيي خدمتونو وړاندې کولو هوډ هم لري.
په تېره جنورۍ کې د ښاغلي ټرمپ پلویانو ډلو د امریکا پر کانګرېس ودانۍ یرغل وکړ او له هغه وروسته د ټویټر او فېسبوک په څېر لویو خواله رسنیو پر نوموړي بندیزونه ولګول یا یې پر خپلو پاڼو د د ده حسابونه وتړل.
ښاغلي ټرمپ او سلاکارانو یې له هغه راهیسې څو ځله اشارتاً ویلي چې د خپلې خواله رسنۍ فعالیت پیلول غواړي.
نوموړي د سږ کال پیل کې د ډونلډ جي ټرمپ له پاڼې د خپل نظر څرګندول پیل کړل، خو معمولاً دا د یوه بلاګ په توګه بلل کېده.
هغه پاڼه هم له پیلېدو یوه میاشت وروسته په مستقل ډول وتړل شوه.
د هغه لوړ پوړي سلاکار جېسن میلر ویلي:
''دا زموږ له پراخو هڅو سره چې موږ کړې او کوو یې، یوه کوچنۍ مرسته وه. ''
د ټي ایم ټي جي په یوه اعلامیه کې د ښاغلي ټرمپ تازه څرګندونو په هکله ویل شوي، د رښتیا ټولنیز خواله رسنۍ ته به راتلونکي میاشت مېلمانه وغوښتل شي او د ۲۰۲۲ په لومړیو کې به د ''هېواد په کچه فعالیت ''پیل کړي.
ښاغلي ټرمپ بیا په دې هکله یوه پیغام کې ویلي:
''موږ یوه داسې نړۍ کې ژوند کوو، چې طالبان پر ټویټر پاڼه پراخ حضور لري، خو ستاسو د خوښې وړ امریکایي ولسمشر غږ غلی کړل شو. ''
نوموړی زیاتوي:
''هر څوک پوښتنه کوي چې ولې څوک د تکنالوژۍ لویو شرکتونو پر وړاندې نه درېږي؟ ښه نو، موږ به ژر ودرېږو. ''
ښاغلی ټرمپ داسې مهال دا اعلان کوي چې یوه میاشت مخکې د ده پخواني سلاکار جېسن میلر د جي اي ټي ټي ار په نامه یوه خواله رسنۍ کمپنۍ فعاله کړه.










