د بريتانيا پارلمان غړی د چاړې بريد کې وژل شوی

د عکس سرچینه، UK PARLIAMENT
د انګلنډ د محافظه کاره ګوند د پارلمان غړی سر ډېوېډ اېمز په خپله ټاکنيزه حوزه کې د چاړې بريد کې وژل شوی دی.
پوليس وايي د دې پېښې په تړاو يې يو کس نيولی هم دی.
د انګلنډ د اېسېکس پوليس وايي، ځايي وخت ۱۲:۰۵ يې د چاقو بريد په اړه راپور ترلاسه کړی و.
د ځايي پوليسو په وينا د پېښې په ځای کې يې چاقو موندلی دی او په پېښه کې د ښکېل بل چا په لټه کې نه دي.
ښاغلی امېس له ۱۹۸۳ کال راهيسې د پارلمان غړی و.
د بريتانيا محافظه کاره ګوند يوه غړي ايان ډنګن د ټوېټر له لارې د پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړې او ليکلي يې دي چې " د تاوتريخوالي دا ډول چلند به په سياست او د ژوند نورو برخو کې و نه زغمل شي".
ډېوېډ امېس چې ۶۹ کاله عمر لري داسې انګېرل کېږي چې په کليسا کې د هغه د ټاکنيزې حوزې له خلکو سره د ليدو پر مهال په چاقو وهل شوی دی.
د جو کاکس فاونډېشن چې په ۲۰۱۶ کال کې د وژل شوې پارلمان غړې په ياد کې جوړ شوی، د دې بريد له کبله وېرېدلي دي. دغه بنسټ ويلي، "په داسې خواشينونکي "وضعيت" کې موږ له ده، د هغه کورنۍ او عزيزان په ياد لرو".









