برتانیا:‌ لومړۍ وزیره تېرېزا مې ګوند کې له 'بې باورۍ' وژغورل شوه

برتانیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، میرمن می وايي اوس د دې وخت دی چې لاس په کار شو او له اروپايي ټولنې نه د وتلو بهیر د برتانیا د خلکو په خاطر بشپړ کړو.

د برتانیا لومړۍ وزیره تیریزا می له یو شمېر خپلمنځي جنجالونو او مخالفتونو وروسته پرون وتوانېده چې له خپل واکمن محافظه کاره ګوند نه د باور رایه ترلاسه کړي.‌

له دې سره به نوموړې لږ تر لږه د راتلونکي‌ یو کال لپاره د دې ګوند مشره وي،‌ او د لومړۍ وزیرې په توګه به هم خپلې دندې ته دوام ورکوي.

له اروپایي ټولنې نه د برتانیا د وتلو موضوع په دې وروستیو کې محافظه کاره ګوند کې دننه سخت مخالفتونه راپارولي او ګوند یې ویشلی دی.

د مېرمن می مخالفین پر هغې نیوکه کوي چې له اروپایي ټولنې سره یې د برتانیا د بیلتون په اړه مناسب تړونه نه دی لاسلیک کړی،‌ او باید په دې برخه کې له اروپایي مشرانو سره له سره جنې ووهي.

برتانیا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه تیریزا می په بروکسل کې له اروپایي مشرانو سره وګوري او شوې هوکړې په اړه ورسره خبرې وکړي.

په تېره یوه اونۍ کې په ګوند دننه جنجالونه دومره ډېر شول چې د تیریزا می مشري‌ یې هم تر پوښتنې لاندې راوسته.

خو پرون چارشنبه ناوخته د برتیانیا په پارلمان کې د واکمن ګوند وکیلانو د لومړۍ وزیرې د برخلیک ټاکلو لپاره د رایو صندوق کېښود.

په پایله کې یې ۲۰۰ وکیلانو د هغې په تائید کې او ۱۱۷ د هغې په مخالفت کې رایه ورکړه.

د رایو له شمېرنې وروسته مېرمن می په خپلو خبرو کې وویل، د هغو وکیلانو اندېښنې یې اورېدلي چې د دې پرضد یې رایه کارولې، خو ټینګار یې وکړ چې د برتانیا د خلکو له غوښتنې سره سم به خپل هېواد له اروپایي‌ ټولنې وباسي.

په محافظه کاره ګوند کې ګڼ شمېر وکیلان وایي، د بیلتون په اړه له اروپایي‌ ټولنې سره شوی تړون د برتانیا په ګټه نه دی،‌ او باید له سره پرې غور وشي.‌

د همدې ناراضه وکیلانو له ډلې نه ۴۸ هغو یې د ګوند مشرې او لومړۍ وزیرې د برخلیک ټاکلو لپاره د رایې اچونې غوښتنه کړې وه.

د بي بي سي د سیاسي چارو مدیره لاوره کوسنبرګ وایي، که څه هم لومړۍ وزیره می له دې رایې اچونې نه بریالۍ ووته، خو د هغې واک سخت ګوزار ولید او راتلونکي کې به له لا ډېرو ستونزو سره مخامخه وي.‌

برتانیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په تېره یوه اونۍ کې په محافظه کاره ګوند کې دننه جنجالونه دومره ډېر شول چې په پایله کې یې پرون د لومړۍ وزیرې د برخلیک ټاکلو لپاره د رایو صندوق کېښود.

ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه تیریزا می په بروکسل کې له اروپایي مشرانو سره وګوري،‌ او د هغې هوکړې په اړه به ورسره له سره خبرې کوي چې له مخې به یې برتانیا د راتلونکي‌ کال په مارچ میاشت کې له اروپایي ټولنې بېلېږي.

که څه هم نوموړې ژمنه کړې چې پر شوي تړون به له سره غور کوي،‌ خو اروپایي مشرانو بیا بیا ویلي چې له برتانیا سره پر شوي‌ تړون نورې چنې نه وهي.

یاده دې وي چې په کور دننه مخالف کارګر ګوند هم د لومړۍ وزیرې تیریزا می پر مشرۍ نیوکې کړي او ادعا کوي چې نوموړې له اروپایي مشرانو سره پر داسې څه هوکړه کړې چې د برتانیا په تاوان تمامېږي.

په ۲۰۱۶ کال کې د برتانیا خلکو په یوه سراسري ټولپوښتنه کې له اروپایي ټولنې د وتلو پرېکړه وکړه.