برېکزېټ: برتانیا اروپايي ټولنه پرېږدي؛ د پنځو مهمو پوښتنو ځوابونه

د عکس سرچینه، Getty Images
پر ګوګل له اروپايي ټولنې د برتانیا د وتلو په اړه لاندینیو پوښتنو ته د ځواب موندلو هڅه ډېره شوې، نو موږ یې دلته ځوابونه په ساده ژبه راټول کړي دي.
لومړی: برېګزېټ، له اروپايي ټولنې د برتانیا وتل څه ته وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
برېګزېټ د "British exit" یعنې د برتانیا-وتلو لنډ شکل دی او برېګزېټ شوی دی. دا اصلاً هغه بهیر دی چې برتانیا له اروپايي ټولنې وځي.
اروپايي ټولنه د ۲۸ هېوادونو یوه ډله ده چې له یوه بل سره تجارت کوي او په غړو هېوادونو کې هرچا ته په اسانه اجازه ورکوي د خپلې خوښې په هېواد کې ژوند او کار وکړي.
برتانیا د ۲۰۱۶ کال جون میاشت کې ټولپوښتنه وکړه او رایه یې ورکړه چې له اروپايي ټولنې ووځي. برتانیا تر څلوېښتو کلونو ډېره موده د اروپايي ټولنې غړې وه.
برېګزېټ به د ۲۰۱۹ کال د مارچ پر ۲۹ پلی شي.
دوهم: د برېګزېټ ډيل یا معامله څه ته وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
وروسته له دې چې له اروپايي ټولنې د وتلو رایه ورکړل شوه د برتانیا او اروپايي ټولنې ترمنځ خبرې اترې او جوړجاړی پیل شو.
خبرې اترې د جلا کېدو د بڼې پر سر دي چې "divorce" deal یې بولي. دا د وتلو په تړاو داسې هوکړه ده چې د وتلو پر څرنګوالي څرخي. پر دې بحث نه کوي چې تر وتلو وروسته به څه کېږي.
تېره چهارشنبه د برتانیا لومړۍ وزیرې تېریزا مۍ یې جزیات وړاندې کړل چې ځینې یې داسې دي:
- برتانیا به اروپايي ټولنې ته ۳۹ میلیارد پونډه ورکړي چې پورونه یې ادا شي.
- انتقالي دوره : د ۲۰۱۹ کال د مارچ له ۲۹ د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر تر ۳۱ ، ډېر څه نه بدلېږي او دا د برتانیا او اروپايي ټولنې ترمنځ سوداګرۍ ته د ځان عیارولو وخت ورکوي.
- کډوالي: د ۲۰۲۰ کال ډسمبر میاشت تر ۳۱ نېټې د اروپايي ټولنې وګړي او کورنۍ یې په ازادانه ډول کولی شي برتانیا ته راشي.
- سوداګري: انتقالي دوره کې به سوداګرۍ کې هېڅ ډول بدلون رانشي.
- شمالي ایرلنډ: نه برتانیا او نه هم اروپايي ټولنه غواړي چې د شمالي ایرلنډ او ایرلنډ جمهوریت ترمنځ فزیکي پوله وي. خو په هوکړه کې د ګمرکي ډوله ځي یا Backstop یادونه شوې.
درېیم: Backstop په څه معنا؟

د عکس سرچینه، AFP
په ټول بهیر کې دا یو بحث پاروونکی ټکی و. نه برتانیا او نه هم اروپايي ټولنه غواړي چې د شمالي ایرلنډ او ایرلنډ جمهوریت ترمنځ ښکاره فزیکي پوله وي چې پوستې پکې ولیدلې شي.
نو موافقه یې پر Backstop کړې. دا په انګلیسي کې د "شا" او "بند" څخه جوړه ترکیبي کلمه ده خو دلته دوی د داسې توري تر کارولو غوره بللی چې هغه د پولې تصور درته پیدا کړي.
د Backstop کار به دا وي چې شمالي ایرلنډ به د اروپايي ټولنې یو شمېر قانونونه په پام کې نیسي، لکه پر ځینو خوراکي توکو او د مالونو په سټنډرډ چې د پلي کېدو وړ دي.
څلورم: کله به پارلمان برېګزېټ هوکړې په تړاو رایه ورکړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د نومبر پر ۲۵ مه به د برتانیا لومړۍ وزیره تېریزا مۍ هڅه وکړي اروپايي مشران د هوکړې رسمي ملاتړ ته راوبولي.
که سلا پرې وشوه، بیا به یې پارلمان ته وړي چې د غړو رایه ترلاسه کړي. دا به ډسمبر کې وشي.
په خپل محافظه کار ګوند کې هغومره ډېر غړي نه لري چې رایه یې د هوکړې تایید ته کافي وي، بل لور ته د نورو ګوندونو غړي هم پکې یادو شویو مادو سره ډېره موافق نه دي.
پنځم: آیا برېګزېټ به وشي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
اوس نو د برتانیا قانون کې لیکل شوي چې له اروپايي ټولنې به وځي.
خو ځینې خلک د دوهمې ټولپوښتنې غوښتنه کوي. دوی یې د "خلکو رایه" بولي، چې دا پوښتنه به پکې وي چې: "ایا غواړئ برتانیا له اروپايي ټولنې ووځي، اوس پوهېږو چې هوکړه کې څه دي؟"
که دا کار وشي نو شونې ده برېګزېټ ونه شي، خو لومړۍ وزیرې مۍ په تکرار ویلي چې بله ټولپوښتنه نشته.








