بریتانیا له اروپايي ټولنې د وتلو رسمي غوښتنلیک وړاندې کړ
بريتانيا له ۴۴ کلن غړيتوب وروسته له اروپايي ټولنې د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې رسمي غوښتنليک وسپاره.
دا ليک بروکسل کې د بريتانيا سفير سر ټېم بارو د اروپايي شورا مشر ډونلډ ټوسک ته وسپاره، چې ورسره یې د لېزبن تړون پنځوسمې مادې په عملي کولو پيل وشو.
له دې سره به د جلا کېدو د شرایطو په تړاو خبرې اترې پيل شي چې ښايي دوه کاله وغځېږي.
لومړۍ وزيره ترېزا مې وايي بريتانيا به اروپايي ټولنې سره د نژدې سوداګریزو اړيکو پاللو هڅه وکړي.
د برتانيا خلکو نهه مياشتې وړاندې د يوې ټولپوښتنې په ترڅ کې د اروپايي ټولنې د پرېښودو په پلوۍ رايه ورکړې وه، خو له نهه مياشتنينیو خبرو اترو او غور وروسته دا دى د ٢٨ هېوادونو له ټولنې د برتانيا د وتلو رسمي بهير په پيلېدو دى.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بي بي سي د سياسي چارو خبرياله "الېنور گارنير" وايي آغلې مې تېر مازديگر د جرمني له لومړۍ وزيرې انگلا مرکل، د اروپايي ټولنې د مشر ډونالډ ټسک او د اروپايي کمېسيون د مشر ژان کلاد يونکر سره ټيليفوني خبرې وکړې او دغه مشران په دې سره سلا شول چې له اروپايي ټولنې د برتانيا د وتلو رسمي خبرې اترې دې په مثبته روحيه او فضا کې پيل شي.
د اروپايي ټولنې د پرېښودو پلويان او مخالفان دواړه مني چې دا چاره له دويمې نړېوالې جگړې راهيسې د بريتانيا په وړاندې تر ټولو لويه ننگونه ده.
د اروپايي ټولنې د غړيتوب پرېښوولو وار له مخه په بريتانوۍ ټولنه کې ترينگلتيا رامنځته کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سکاټلند ايالتې ادارې له بريتانيا د خپلواکۍ اخيستو په تړاو د ټولپوښتنې غږ کړى او په شمالي آيرلند کې هم اندېښنې راپارېدلي چې په تېرو څو کلونو کې يې سارى نه دى ليدل شوى.
خو سره له دغو ستونزو د بريتانيا دغه ناڅرگند سفر په پيلېدو دى.









