د بريتانيا حکومت عالی محکمه کې له اروپايي ټولنې د وتلو قضيه وبايلله

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا محکمې ویلي، دا پرېکړه دې د دغه هېواد پارلمان وکړي چې بریتانیا له اروپايي ټولنې د وتلو بهیر پیلولی شي او که نه. سږکال د جون میاشت ټولپوښتنه کې بریتانیایانو رایه ورکړه چې له اروپايي اتحادیې ووځي.
حکومت غوښتل له اروپايي اتحادیې د وتلو چاره پخپله عملي کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوس دا په دې معنا ده چې حکومت د لېسبن تړون ۵۰ ماده په یوازې سر نشي پلي کولی. د دغې مادې پر بنسټ بریتانیا له اروپايي اتحادیې د وتلو پر مسلې رسمي خبرې اترې پیلوي.
د بریتانیا لومړۍ وزیرې تیریزا مې ویلي ؤ د وتلو دوه کلن بهیر به د ۲۰۱۷ زېږدیز کال د مارچ پای کې پیل کړي.
د بریتانیا حکومت چې اوسمهال له محافظه کار ګونده جوړ دی، ټینګار کوي چې د خلکو رایې ته دې درناوی وشي او بریتانیا دې له اروپايي اتحادیې د وتلو بهیر پیل کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
لومړۍ وزیرې مې چې د محافظه کار ګوند مشره هم ده وايي ټولپوښتنه او د برحالو وزیرانو صلاحیتونه کافي دي چې حکومت واګې ولري.
د حکومت له خوا د پرېکړې مخالفین وايي، دلته خبره د وتلو او پاتې کېدلو نه ده، چې د خبرو اترو څرنګوالي کې باید ټول ملت ګډون ولري.
حکومت د استنیاف غوښتلو په تمه دی چې کېدی شي بله میاشت یې محکمه دایره شي.








