تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسلام د پیغمبر کارتون جوړوونکی د موټر ټکر کې وژل شوی
سویډن کې هغه کارتون جوړوونکی د موټرو ټکر یوه پېښه کې وژل شوی چې د اسلام د پیغمبر کارتون یې کښلی و.
د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي لارس ویلکس د پولیسو یوه غیر نظامي موټر کې سفر کاوه، چې له مرکریډ نومي ښارګوټي سره نژدې یې موټر له یوې لارۍ سره ټکر شو.
پېښه کې دوه پولیس افسران هم وژل شوي او د لارۍ ډرېور ټپي شوی دی.
د پولیسو رپوټ کې ویل شوي، تر اوسه معلومه نه ده چې د موټرو ټکر دا پېښه څنګه رامنځته شوه، خو په وینا یې لومړني معلومات ښيي چې پېښه کې بل څوک ښکېل نه دي.
د اسلام پیغمبر کارټون له کښلو وروسته ۷۵ کلن ویلکس د پولیسو ساتندویانو په ملتیا ژوند کاوه.
۲۰۰۷ کال د دې کارټون له خپرېدو وروسته ګڼ شمېر مسلمانانو سخت احتجاجونه وکړل.
د هغه مهال لومړی وزیر فریډریک رینفیلت د دې کارټون له خپرېدو وروسته د غوسې کمولو په پار د ۲۲ اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره ولیدل.
په عراق کې هغه مهال القاعده د کارټونسټ لارس ویلکس وژنې بدل کې د ۱۰۰ زره ډالرو جایزې ورکولو اعلان کړی و.
۲۰۱۵ کال کې د بیان ازادۍ په هکله د ډنمارک کوپنهاګن کې پر هغه غونډه ډزې وشوې چې ویلکس په کې ګډون کړی و. نوموړي وروسته وویل، ښايي د برید هدف دی و، چې یو فلم هدایتکار پکې ووژل شو.