تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړۍ شل پرمختللي هېوادونه د افغانستان پر وضعیت ځانګړې غونډه کوي
د نړۍ شل پرمختللي هېوادونه راتلونکې میاشت افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د بحث لپاره یوه ځانګړې غونډه جوړوي. یاده غونډه به د اکتوبر پر دولسمه د ایټالیا پلازمېنې روم کې ترسره شي.
د ایټالیا لومړي وزیر ماریو درګي ویلي، نړیواله ټولنه باید باوري شي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځالې بدل نه شي. ایټالیا په اوس مهال کې د شلو پرمختللو هېوادونو د نوبتي ریاست مشرۍ پر غاړه لري.
دغه راز د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر هم دې وروستیو کې وویل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت به په رسمیت ونه پیژندل شي خو له نړیوالو یې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران مخنیوي وکړي کنه نو ډېر شمېر افغانان به نورې نړۍ ته مخه وکړي.
لومړي وزیر ماريو درګي په دې وروستو وختونو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین له ولسمشر سره هم د افغانستان پر وضعیت غږیدلی دی چې که وکولی شی د افغانستان د وضعیت په اړه د یوې واحدي او خاصې ستراتیژۍ په اړه د یوې ځانګړې غونډې لپاره لاره پرانیزي.
د ایټالیا لومړي وزير ویلي دي، ټولو هېوادونو په یوه ټکي سره هوکړه کړې چې باید ډاډ حاصل کړو چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلېږی.
د رویتر خبري اژانس د ښاغلي درګي له خولې ویلی دي چې په دغه غونډه کې به قطر ، نړیوال وجهي صندوق ، نړیوال بانک او ملګري ملتونه هم ګډون کوي.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، د افغانستان روان وضعیت او په لوی شمېر کې اروپا ته د افغان کډوالو بهیر اروپایان په اندېښنه کې اچولي دي. د اروپایي ټولنې ځینو غړو له وړاندې د نورو زیاتو افغان کډوالو له منلو انکار کړی دی.
ایټالیا وایی د ښځو حقونو ته نه درناوی د دې سبب شوی چې ایټالیا د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني خو په ورته وخت کې یې د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې باید افغان ولس سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د ایټالیا لومړي وزیر د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي، په دې باور دی چې په افغانستان کې د یوه بشري ناورین مخنیوی د نړي د مړو هېوادنو اخلاقي مسولیت واوسي.