جنرال مېلي: القاعده په یوه کال کې له افغانستانه امریکا ګواښلی شي

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي خبرداری ورکړ چې د ۱۲ میاشتو په لنډه موده کې القاعده ترهګر له افغانستانه امریکا ګواښلای شي.

جنرال مېلي سه شنبه د امریکا د سنا د وسلوالو ځواکونو کومېټې ته وویل:

''یوه بیا رغېدلې القاعده یا داعش (اسلامي دولت نومې ډله) له یوه داسې فکر سره چې پر امریکا برید وکړي، یو واقعي احتمال دی، او په داسې شرایطو کې چې په بې کنټروله سیمو کې دوی له ۱۲ تر ۳۶ میاشتو موده کې ځانونه فعالولای شي. ''

جنرال مېلي وايي، ده د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې یې یوه ارزونه کړې وه، چې له افغانستانه د پوځیانو ایستلو بهیر چټکول د حکومت ړنګېدو احتمال ډېرولای شي.

د امریکا دا لوړپوړی جنرال وايي، د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې په پای کې له افغانستانه د امریکایانو، افغانانو او متحدینو ایستل ''لوژستیکي بریا خو یوه ستراتیژیکه ماتې وه. ''

جنرال مېلي زیاته کړه، طالبانو ته ۷ شرطونو اېښودل شوي وو خو دې ډلې یوازې یو شرط پوره کړی، او هغه دا چې پر امریکایي ځواکونو یې برید نه دی کړی.

د امریکا دفاع وزیر څه وویل؟

د امریکا لوی درستیز زیاته کړه، په دې کې هېڅ شک نه لري چې طالبان یوه ترهګره ډله وه او لا هم ده.

نوموړي وویل، اوس به کتل کېږي چې ایا دا ډله پر افغانستان خپله واکمني ټینګولی شي او که دې هېواد کې کورنۍ جګړه پیلېږي.

د امریکا سنا مجلس دې غونډې ته د دفاع وزیر جنرال لویډ اسټن او د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک مېکنزي هم ویناوې وکړې.

جنرال مېلي او جنرال اسټن دواړو غونډې ته خبرو کې ومنله چې د افغانستان حکومت ړنګېدو سرعت امریکایی پوځ حیران کړ.

د امریکا دفاع وزیر وویل: ''موږ د یوه هېواد په رغاونه کې مرسته وکړه، خو موږ و نه توانېدو یو ملت رامنځته کړو. ''

نوموړي زیاته کړه:

''رښتیا دا دي چې هغه افغان پوځ چې موږ او زموږ متحدینو جوړ کړ، په ځینو مواردو کې ان له یوه ډز کولو پرته وپاشل شو او موږ ټول یې حیران پرېښودو. ''

بل جنرال کینټ مککنزي چې امریکا مرکزي قومندانۍ له لوري یې د پوځونو ایستلو چارې سمبالولې وايي، کله چې له ده پوښتنه وشوه، په افغانستان کې یې د ۲۵۰۰ پوځیانو کوچني ځواک ساتلو وړاندیز کړی و.

د جنرال مککنزي دا څرګندونې د ولسمشر جو بایډن له هغې ادعا سره متضادې ښکاري چې د اې بي سي خبریال یوې پوښتنې ته ځواب کې یې وویل، داسې هیڅوک یې یاد نه شي چې دا ډول مشوره یې ورکړې وي.

وروسته د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي پر همدې موضوع وغږېده. نوموړې وویل:

''ولسمشر د پوځي مشرتابه صادقانه مشورې ته اهمیت ورکوي '' ' خو په وینا یې ''مانا یې دا نه ده، چې تل ورسره موافق واوسي. ''

نوموړې زیاته کړه، که امریکايي ځواکونه د اګست له ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته هم 'په افغانستان کې 'پاتې شوي واي، اوس به امریکا له طالبانو سره په جګړه کې ښکېله وه.

د امریکا په سنا کې د وسلوالو ځواکونو د کومېټې مشر سناتور جک ریډ د ناستې په پیل کې وویل، د امریکایي ولسمشرانو ناسمې تګلارې افغانستان کې د امریکا د ماموریت د ناکامۍ لامل شوې.

نوموړي وویل، امریکا افغانستان کې د سر او مال قرباني ورکړه او طالبان یې وځپل، خو دوه لسیزې وروسته هغه ټولې قربانۍ ضایع شوې او طالبان بېرته واکمن شول.

نوموړی وايي، طالبانو د دوحې تړون ډېری ژمنې نه دي پوره کړې او لا هم له القاعده شبکې سره نږدې اړیکې لري.

د پاکستان پر رول نیوکې

د سه شنبې ناسته کې د امریکایي پوځ چارواکو او د سنا مجلس غړو د افغانستان په کشاله کې د پاکستان پر رول هم نیوکې وکړې.

د سنا مجلس د وسلوالو ځواکونو کومېټې مشر سناتور جګ ریډ وویل، د امریکا حکومت و نه توانېد چې افغانستان کې د شل کلن ماموریت پر مهال د پاکستان دوه مخې پالیسي وپېژني.

نوموړي وویل، یوې خوا ته د پاکستان چارواکو له امریکایي چارواکو سره خبرې او کتنې کولې، خو په ورته وخت کې طالبان لګیا وو او پاکستان کې بیا منظم کېدل.

سناتور جک ریډ وویل، دا باید د امریکا لپاره یو درس وي او په دې خبره پوهېدل پکار دي چې پاکستان ولې او څنګه افغان طالبانو ته پټنځایونه ورکړل.

د امریکا لوی درستیز جنرال مارک مېلي هم وویل، د افغان جګړې په ارزونه کې باید د پاکستان رول او کړنو ته هم جدي کتنه وشي او امریکا باید پرېکړه وکړي چې پاکستان سره باید څه ډول چلن وشي.