تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر په قطر کې: له کابله د نورو الوتنو په هکله له طالبانو سره اړیکه کې یو
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، هېواد یې د هغو کسانو ایستلو په هکله له طالبانو سره خبرې کوي، چې افغانستان کې پاتې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر چې د خپل هېواد له دفاع وزیر لوید اسټن سره یو ځای قطر ته تللی، د هغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر سره یوه ګډه خبري غونډه کې یې وویل، امریکا له طالبانو سره تر 'تېرو ساعتونو ' پورې خبرې کولې چې له کابل هوايي ډګره د چارټرډ (ځانګړو) الوتنو لپاره زمینه برابره شي.
نوموړی وايي، طالبانو یو ځل بیا ډاډ ورکړی، هغو کسانو ته به له افغانستانه د وتلو زمینه برابره کړي چې د سفر قانوني اسناد لري.
د ښاغلي بلېنکن په وینا ۱۰۰ داسې امریکایان لا هم په افغانستان کې دي، چې غواړي بهر ته لاړ شي او په وینا یې دا ډېری کسان غبرګونی تابعیت لري.
د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیران له کابل هوايي ډګره د خپلو خلکو ایستلو د عملیاتو همغږۍ او د مذاګراتو زمینې برابرولو کې د خلیجي هېوادونو د همکارۍ مننې په پار سیمې ته په سفر تللي.
د قطر بهرنیو چارو وزیر په دې مناسبت وویل، د هېواد تخنیکي ټیم یې د کابل هوايي ډګر فعالولو لپاره افغانستان ته تللی.
د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره ګډې خبرې غونډې ته وویل، هېواد یې تر اوسه له طالبانو سره د کابل هوايي ډګر ادرې په خبرو کې پایلې ته نه دی رسېدلی، خو په وینا یې ''هڅه کوو چې هر څه ته ډېر ژر لارې چارې وموندل شي. ''
د نوموړي په وینا له افغانستان سره د قطر بشر دوستانه مرستې روانې دي او هره ورځ دې لړ کې د الوتکو تګ راتګ دوام لري.
قطر د امریکا او ترکیې په همکارۍ د کابل هوايي ډګر فعالیتونو له سره پیل لپاره هڅې کوي.
د امریکا دفاع وزیر لوید اسټن د قطر هلو ځلو ستایلو په ترڅ کې وویل، د دې هېواد د همکارۍ له کبله ''د زرګونو خلکو ژوند ژغورل شوی دی. ''