مارک میلي: طالبان د شاوخوا دوه سوه ولسوالیو مرکزونه په واک کې لري

د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي وايي، طالبان د شاوخوا دوه سوه ولسوالیو مرکزونه په واک کې لري او اوس هڅه کوي ګڼ میشته سیمې یو له بله جلا کړي.

مارک میلي په یوه خبرې غونډه کې د طالبانو له خوا د ولسوالیو نیولو ته په اشاره وویل، له افغان ځواکونو سره د امریکا مرسته دوام لري او دا ځواکونه د طالبانو د بریدونو د مخنیولپاره د بیا منظم کېدو په حال کې دي.

د هغه په خبره، د همدې هدف لپاره افغان ځواکونو د ولسوالیو مرکزونه له لاسه ورکړي چې ګڼ میشته سیمې وساتي او هغه د ولایتونو مرکزونه دي.

د مارک میلي په خبره: "ښکاري داسې چې د جګړې په ډګر کې طالبانو یو ډول ستراتیژیک ځواک تر لاسه کړی، خو د امریکا دفاع وزارت وضعیت له نږدې څاري، د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او له اړتیا سره سم ترتیبات نیسي. "

هغه ټېنګار وکړ چې د ده په ټکو افغان ځواکونه له خپل هېواد د دفاع وړتیا لري، خو د خبرداري په بڼه یې وویل، دې ته باید پام وشي چې امریکا د افغان حکومت او افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده.

مارک میلي وویل، له اختر وروسته به وګوري چې تاوتریخوالی زیاتیږي او که په همدې حال پاتې کیږي.

هغه د طالبانو له خوا د بیا کنټرول تر لاسه کولو، د جنګ سالارانو بیا پياوړي کېدلو او نورو احتمالي سیناریوګانو یادونه وکړه خو ټېنګار یې وکړ چې امریکا وضعیت له نږدې څاري.

د ده په وینا داسې نه ده چې طالبان دې کنټرول تر لاسه کړي.

په تیرو څو میاشتو کې طالبانو د ګڼو ولسوالیو مرکزونه نیولي، له ځینو یې افغان ځواکونه په شا شوي او ځینې طالبانو د جګړې له لارې نیولي دي. خو افغان ځواکونه توانیدلي یو شمیر ولسوالۍ بېر ته ونیسي.

افغان چارواکو د مارک میلي تازه څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي، خو تېره میاشت حنیف اتمر ومنله چې تر اتیا پورې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

له هغه وروسته هم طالبان د نورو ولسوالیو د نیولو ادعا کوي او د پنجشنبې په ورځ یې د هلمند مارجې ولسوالۍ د نیولو خبره هم کړې ده.

د القاعده خطر

په دې خبري غونډه کې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټېن وویل، له افغانستان د القاعده د بیا سر را پورته کولو په اړه اندېښنه لري او دا مسله له نږدې څاري.

ښاغلي اسټین زیاته کړه، د امریکا پوځ له افغانستان د ترهګرۍ احتمالي خطر ته متوجه دی او نه یوازې دا چې دې برخه کې د څار لپاره امکانات لري بلکې د ځوابولو امکانات یې هم شته.

د امریکا دفاع وزیر افغانستان کې له لرې د هوايي عملیاتو امکان ته هم اشاره وکړه چې په قطر کې د امریکا له پوځي اډې به ترسره کیږي.